بلخي: د ایران په پوله د افغانانو د ډوبیدو سیمه د افغان پوله ساتونکو په واک کې نده

سید حسین عالمی بلخی

د افغانستان حکومت وايي چې د ايراني پوله ساتونکو لخوا سيند ته د يو شمير افغانانو ګوزارولو مسله په جدي توګه څيړي او د څيړنو پايلو ته په تمه دي.

د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي نن پنجشنبه مۍ ۷ (غوایي ۱۸) په یوې ځانګړې مرکه کې د امریکا غږ خبریال وحید فیضي ته وویل چې تر اوسه افغان او ايراني ګډ پلاوي څيړنې ندي پيل کړي.

ښاغلی بلخي وايي په کوم ځای کې چې دا پيښه شوې، امنيتي خلا پکې ده او د افغان سرحدي ځواکونو په کنترول کې نه ده.

د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزیر سره د اشنا تلویزیون د خبریال وحید فیضي بشپړه مرکه دلته وګورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

بلخي: ایران سره پر پوله د افغانانو د ډوبیدو سیمه د افغان سرحدي ځواکونو په واک کې نه ده