د لاس رسي وړ اتصالات

ایران سره پر پوله افغانانو سره شوی جنایت د بخښلو نه دی ـ ارګ


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې اړه څېړنې کوي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي په دې اړه څېړنې کوي

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، له ایران سره پر پوله له یو شمېر افغانانو سره شوی جنایت د بخښلو نه دی.

د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي نن چهارشنبه مې۶ (غويي ۱۷) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت دغه پېښه په جدي ډول تعقیبوي.

د تیرې شنبې په ورځ په هرات ولایت کې یو شمېر افغان کاریګرو له هغوی سره د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا د بند چلند ادعا وکړه.

یادو کسانو ویلي ۵۰ تنه افغان کاریګر چې په غیر قانوني توګه د کار کولو لپاره ایران ته اوښتي وو، د ایراني سرحدي ځواکونو لخوا بیرته افغانستان ته د شړلو پر مهال په «دهانه ذوالفقار» سیمه کې وهلي ټکولي او په زور سره سیند ته اچول شوي چې یوازې ۱۲ تنه یې ژوندي پاتې شوي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمد حنیف اتمر هم ویلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

له ایران سره پر پوله د افغان کاریګرو سره د ایراني سرتیرو د بد چلند په اړه راپوورنه، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د مهاجرت نړیوال سازمان او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون لخوا غندل شوی او په دې اړه یې د څېړنو غوښتنه کړې ده.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز تیره ورځ په دې اړه وویل:"له کډوالو سره د ایران د بې رحمانه چلند او ناوړه استفادې په اړه چې په دغه راپور کې ادعا شوې، وحشتناکه ده، موږ په دې اړه د هر اړخیزو څېړنو څخه ملاتړ اعلانوو."

د ا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې دغه پېښه د افغانستان په خاوره کې رامنځته شوې ده.

XS
SM
MD
LG