افغانستان د خبریالانو مرکز: د تمدن په تلویزیون د طالبانو هجوم خپل سری او د قانون خلاف دی

عکس:ارشیف

د افغانستان د خبریالانو مرکز په کابل کې د تمدن په تلویزیون باندې د طالبانو هجوم خپل سری او قانون خلا بللی او په دې اړه یې د څېړنو غوښته کړې ده.

د خبریالانو او رسنیو د ملاتړ دغه بنسټ د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۱۵ (سلواغې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې طالبانو تېره ورځ مازدېګر مهال پر دغه تلویزیون هجوم ورکړی او کار کوونکي یې ګواښلي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغه تلوېزیون د یوې سرچینې له قوله ویلي: "د امارت اووه یا اته تنه وسله وال امنیتي کسان له تاوتریخوالي او ګواښه ډک چلند سره تلوېزون ته داخل شول چې موږ یې ویرولو. هغوی د تلوېزیون ودانۍ کې لاندې او پورته تلل او په زور او ګواښ سره یې کار کوونکي په تالار کې را ټول کړل."

دغې سرچینې ادعا کړې چې د طالبانو وسله والو تر یو نیم ساعت وروسته د دغه خبري رسنۍ اړوند دوه موټر هم له ځان سره وړي دي، خو دا یې نه ده روښانه کړې چې طالبانو ولې پر دغه تلوېزیون هجوم ورکړی دی.

د دغه مرکز په اعلامیه کې راغلي دي: "د افغانستان د خبریالانو مرکز پر تمدن تلویزیون د اسلامي امارت د سرتیرو هجوم او له کار کوونکو سره یې د تاوتریخوالي او ګواښه څخه ډک چلند او نقلیه وسایلو ضبط یو خپل سری کار او له قانون څخه ښکاره سرغړونه او ترڅنګ یې د یوې خبري رسنۍ په کارونو کې مداخله او فشار ګني چې د هیواد د ټوله ییزو رسنیو قانون د څلومې مادې په اساس منعه دی."

د خبریالانو د ملاتړ یو شمېر نورو بنسټونو هم دغه مسله تائید کړې ده او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې کوي. د دغه بنسټونو یوه غړي د نوم نه خپرېدو په شرط امریکا غږ ته وویل چې پر رسنیو برید، د بیان پر ازادۍ او خبریالۍ د کار پر ارزښتونو برید دی.

دغه سرچینې له طالب چارواکو څخه وغوښتل چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي او عامیلنو څخه پوښتنې ګروېږنې وکړي. د طالبانو حکومت امنیتي مسؤلینو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

تمدن تلوېزیون په ۱۳۸۵ کال کې د اهل تشیع د مړه شوي مذهبي مشر محمد آصف محسني لخوا جوړ شوی دی. دغه تلویزیون پر خبرونو سربېره، مذهبي او دیني خپرونې او د اسلامي محتوا لرونکي سریالونه هم خپروي.

ویل کیږي چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت استخباراتو تمدن تلوېزیون ته خبر داری ورکړی و چې تر دې وروسته د هر ډول فلم او سریالونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

پر افغانستان د طالبانو حکومت حاکمیت وروسته په دغه هیواد کې د رسنیو په وړاندې محدودیتونه زیات شوي چې له امله یې سلګونه رسنۍ بندې شوي او په زرګونو د رسنیو کار کوونکي او خبریالان بېکاره شوي دي.