د لاس رسي وړ اتصالات

د راډیو نړیواله ورځ؛ افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو راهیسې ۱۱۷ راډیوګانې تړل شوي


راډیو په افغانستان کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو مهمه وسیله ګڼل کیږي.
راډیو په افغانستان کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو مهمه وسیله ګڼل کیږي.

د فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۴) په نړۍ کې د راډیو ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې په افغانستان کې د طالبانو د بیاواکمنېدو وروسته د ډیرو راډیوګانو نشرات بند شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ د ادارو د شمیرنو له مخې، په تیرو نږدې ۱۸ میاشتو کې په افغانستان کې د ۳۴۵ سیمه ییزو راډیو سټیشنونو څخه ۱۱۷ یې تړل شوي، چې ورسره په سلګونو خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي.

د افغانستان د خپلواکو خبریالانو د ټولنې رئیس حجت الله مجددي امریکا غږ ته وویل، چې یو شمېر راډیوګانو د اقتصادي ستونزو له کبله خپل نشرات بند کړي دي.

ښاغلي مجددي وویل: "په افغانستان کې پدې رادیوګانو کې د ۱۲۳۸ ښځینه کارکوونکو په ګډون ۴۸۷۷ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو کار کاوه، متاسفانه د ۱۱۷ راډیوګانو د بندیدلو وروسته د ۱۰۷۵ ښځینه کارکوونکو په ګډون ۱۹۰۰ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو خپل کارونه له لاسه ورکړي دي."

د مجددي د معلوماتو له مخې، اوس مهال په افغانستان کې ۲۲۸ سیمه ییزې راډیوګانې فعالې دي. خو د نی په نوم د افغان رسنیو د ملاتړ ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي، چې اوس مهال په افغانستان کې د ۱۷۰ سیمه ییزو راډیو سټیشنونونو څخه کمې راډیوګانې فعالیت کوي.

نی ویلي، چې د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د طالبانو د حکومت له خوا په رسنیو لګیدلي محدودیتونو هم یو شمیر راډیو ګانې او نورې رسنۍ دې ته اړ کړي، چې خپل فعالیتونه بند کړي.

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د رسنیو څخه د خپل حکومت په ملاتړ ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې رسنۍ او خبریالان باید بې طرفه وي.

مجاهد تور پورې کړ چې ځینې رسنۍ د افغانستان له بهرڅخه د طالبانو د حکومت پر وړاندې منفي خپرونې کوي.

ښاغلي مجاهد وویل: "دا بیا د دښمن مطبوعات دي او هغه د استخباراتي اهدافونو لپاره په کار ګمارل شوي دي ... اسلامي امارت دغه ډول رسنیو ته د فعالیت اجازه نه ورکوي".

د راډیو تاریخ

په افغانستان کې د راډیو خپرونې ۱۰۴ کاله دمخه د پخواني پادشاه امان الله خان په دوره کې پیل شوي او شاوخوا یوه پیړۍ وروسته لا هم راډیو په افغانستان کې خلکو ته د معلوماتو د رسولو د چټکې وسیلې په توګه خپل ځای ساتلی دی.

د راډیو اختراع او د امواجو په وسیله د غږ خپریدل د چاپ د ماشین نه وروسته په نړۍ کې د فرهنګ او پوهې د لیږد دوهم ستر انقلاب ګڼل کیږي، او په مخ پر ودې هیوادونو کې چې د سواد کچه پکې ټیټه ده، د خلکو تر منځ ځانګړی ارزښت لري.

په وروستیو کې طالبانو د نورو ګڼو رسنیو تر څنګ د امریکا غږ راډیو خپرونې چې له کلونو راهیسې يې د سیاسي، تعلیمي هنري او ادبي خپرونو له لارې خپل مینه وال ساتلي، د اف ام موج له لارې بندې کړې خو د امریکا غږ ادارې د خپلو افغان اورېدونکو دپاره له دغه هېواد نه بهر په نورو امواجو خپلې خپرونې په نورمال ډول جاري ساتلي دي.

د رسنیو ملاتړي وايي، چې په افغانستان کې د رسنیو پر کار د محدودیتونو په لړ کې د راډیوګانو تړل کېدو معلوماتو ته د خلکو لاسرسی محدود کړی دی.

XS
SM
MD
LG