د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړې کې ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر زیان ګالي

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي زیاتېدو د سیمې بشري وضعیت نور هم ترینګلی کړی او په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره وایي چې افغانستان دا مهال د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د ښځو د حقونو وضعیت پکې تر ټولو خراب دی.

د افغانستان لپاره د دغې ادارې استازې سوزن فرګيسن چې په نیویارک کې د ویډیو کنفرانس له لارې د خبریالانو سره خبرې کولې وویل لږترلږه ۶۴ زره خلک د پوځي شخړو د زیاتوالي له امله اغیزمن شوي دي چې له نیمایي څخه ډیرې یې ښځې او ماشومان دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې وویل "په افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره، ۲۰۲۶ کال لا دمخه یو ډیر ستونزمن کال و. اوس په منځني ختیځ کې د شخړو او له پاکستان سره د روانو دښمنیو سره اکثره ښځې او نجونې حتی له لویو صدمو او ستونزو سره مخ دي."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو په اساس د دوشنبې په شپه په کابل کې د معتادنیو د درملنې په روغتون د پاکستان له هوايي برید وروسته، چې ویل کیږي څه باندې ۴۰۰ کسان په کې ووژل شول، اوس هم لسکونه کورنۍ د خپلو عزیزانو په لټه دي.

د طالبانو حکومت له دغه برید څخه د ۴۹۱ ژغورل شویو روږدو یو لسټ هم خپور کړی خو یو شمېر کورنۍ وايي چې په دغه لست کې یې هم د عزیزیانو نومونه نه لیدل کېږي.

د ملګرو ملتونو د ارزونو له مخې، د فبرورۍ له ۲۶مې څخه مارچ تر ۱۷مې پورې ۷۶ ولسي افغانان وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان دي.

د ملګرو ملتونو د ادارو راپورونه ښيي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د روانو شخړو له کبله شاوخوا ۱۱۵ زره کسان بې ځایه شوي، خو تر اوسه د ۴۰ زرو کسانو بې ځایه کېدل تایید شوي دي.

د مرستو رسونې ادارې وايي چې د ښځو تر ټولو عاجلې اړتیاوې سرپناه، روغتیايي خدمات او پاکې اوبه دي.
په همدې حال کې، د خوراکي توکو بیې د ۲۰ څخه تر ۴۰ سلنې پورې لوړې شوې دي چې د خلکو اقتصادي ستونزې یې لا زیاتې کړې دي.

ملګرو ملتونو د نړیوالې ټولنې څخه د عاجلو مرستو غوښتنه کړې، ځکه چې د ۲۰۲۶ کال لپاره لا هم شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده.

ملګري ملتونه او نورې نړیوالې ادارې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د افغانستان بشري وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغو پروګرامونو ملا وتړي چې د ښځو او نجونو ژوند ژغوري.