د ملګرو ملتونو ګڼ شمیر ادارو په کابل کې د وروستي برید په ترڅ کې د ملکیانو پر وژل کیدو د خپګان څرګندولو تر څنګ د ملکیانو د خوندي ساتنې او ددې پېښې د څېړنې غږ کړی دی.
ګڼو رسنیو د طالبانو د حکومت له قوله راپور ورکړی چې د مارچ په شپاړسمه نېټه، د شپې په شاوخوا نهه بجو، د کابل په ښار کې د "امید" د معتادینو د درملنې پر روغتون د پاکستان د پوځ په هوايي برید کې څلور سوه کسان وژل شوي او دوه سوه پنځوس نور ټپیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمشنرۍ د ملکیانو پر خوندیتوب د ټینګار تر څنګ د پاکستان په وروستي برید کې د ملکي وګړو د وژل کیدو پر پېښې د نړیوالو معیارونو سره سم د عاجلو خپلواکو او شفافو تحقیقاتو غږ کړی دی.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنر ویاند، ثمین الخیطان هم د ایکس پر ټولنیزې شبکي لیکلي چې:"موږ د کابل د نشهيي توکو د درملنې په مرکز کې د تېرې شپې د شوې غمجنې بمبارۍ په اړه د پلټنو او حساب ورکولو غوښتنه کوو، چې له امله یې ګڼ شمېر ناروغان وژل شوي دي. ټولې ښکېلې خواوې باید اغېزمن اقدامات وکړي تر څو د ملکي وګړو خوندیتوب یقیني شي."
هغه زیاته کړې ده چې: "د نړیوال بشري قانون له مخې، ملکي وګړي او ملکي تاسیسات په کلکه باید خوندي وساتل شي. د جګړې قوانین په څرګنده توګه وایي چې هر برید باید د احتیاطي تدابیرو له اساسي اصولو سره سم ترسره شي."
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) مشر تدروس ادهانوم ګبریسوس د ایکس پر ټولنیزې شبکې لیکلي چې د فبرورۍ له وروستیو راهیسې لږ تر لږه شپږ روغتیايي مرکزونه د جګړې له امله زیانمن شوي دي. د دې سازمان د معلوماتو له مخې، په کابل کې پر یاد مرکز برید کې تر ۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۵۰ نور ټپیان شوي دي، چې ټول د نشهيي توکو د درملنې لاندې وو.
دغه سازمان ویلي چې د پېښو د کره کېدو هڅې روانې دي او جګړه د خلکو روغتیا ته جدي ګواښ پېښوي.
د طالبانو د کورنیو چارو د وزارت ویاند عبدالمتین قانع، ویلي چې د پاکستان د پوځ له خوا ددوشنبې د ورځې په برید کې ۴۰۸ تنه وژل شوي او تر ۲۵۶ نور ټپیان شوي دي. د طالبانو د روغتیا د وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د سه شنبې په ورځ(مارچ ۱۷ مه) وویل چې پدې برید کې د زیات شمیر ټپیانو وضعیت هم جدي دی.
د پاکستان حکومت دپر روغتون د بمبارۍ رپوټونه رد کړي دي او وایي چې دوی یواڅې پوځي تاسیسات او د تروریستانو ملاتړي زیربناوې یې په دقیقه توګه په نښه کړي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلاميې په خپرولو دا برید غندلی دی او دا یې یو وحشیانه او بی باکه تاوتریخوالی بللی دی. په اعلامیې کې راغلي: "دا یو بزدلانه له تاوتریخوالي ډک او د نه منلو وړ عمل و چې په نتیجه کې یې زیات شمیر ملکي په داسې تاسیساتو کې وژل شوي چې په هیڅ ډول د پوخي اهدافو په توکه نشي توجیه کیدای. پاکستان اوس هڅه کوي چې د عام وژنې دې عمل ته د پوځي عملیاتو نوم ورکړي."
د چین حکومت هم پدې برخه کې د غبرګون په ښودلو د ارامۍ او زغم غږ کړی او وایي چې د خپلو کانالونو له لارې به د تاوتریخوالي په راکمولو او د اړیکو په بهترولو کار وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د یوې اعلامیې په خپرولو د وژل شویو کسانو له کورنیو سره ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د ژر رغېدو هیله یې کړې ده. یوناما ټینګار کړی چې د نړیوالو قوانینو له مخې، په جګړه کې باید روغتونونه، طبي کارکوونکي او ملکي تاسیسات خوندي وساتل شي، او پر دغو ځایونو بریدونه په کلکه منع دي.
یوناما همداراز ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان تاوتریخوالی لا هم پر ملکي وګړو دروند اغېز لري. د راپورونو له مخې، د فبرورۍ له شپږ ویشتمې راهیسې تر دې پېښې مخکې، لږ تر لږه ۷۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۱۳ نور ټپیان شوي دي.
د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارډ بېنېټ، هم دغه برید غندلی او له دواړو خواوو یې غوښتي چې تاوتریخوالی کم کړي، زغم وښيي او نړیوال قوانین په ځانګړي ډول د ملکي وګړو ساتنه رعایت کړي.
د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د جګړې له امله بېځایه شویو کورنیو ته د بیړنیو خوړو رسول له ستونزو سره مخ دي، خو هڅې روانې دي چې اړمنو کسانو ته مرسته ورسول شي.
پاکستاني پوځیانو د فبرورۍ د ۲۱مې نېټې د ماښام په وروستیو ساعتونو او د فبرورۍ د ۲۲مې نېټې په سهار کې د افغانستان د سرحدي ولسوالیو پر یو شمېر سیمو، په ننګرهار، کونړ او پکتیکا ولایتونو کې هوايي بریدونه وکړل.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په دې بریدونو کې افغان ملکي وګړي، د ښځو او ماشومانو په ګډون، ووژل شول.
په غبرګون کې، د طالبانو حکومت د فبرورۍ په ۲۷مه اعلان وکړ چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې یې د پاکستان پر سرحدي پوستو انتقامي بریدونه کړي دي، او له هغه وخت راهیسې پاکستاني پوځیانو په ټول افغانستان کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
پاکستان ادعا کوي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) هغه مرکزونه په نښه کوي چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې دي او له هغه ځایه پر پاکستان د بریدونو طرحه او عملي کېږي، خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې تل دا ادعا کړې چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې څخه د بل هېواد پر ضد کار واخلي.
فورم \ دبحث خونه