شیدا ابدالي ولسمشرۍ ته کاندیدي اعلان کړه

شیدا محمد ابدالي مخکې په هند کې دافغانستان سفیر و

شیدا محمد ابدالي له ولسمشر محمد اشرف غني وروسته دویم کس دی چې د افغانستان د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د کاندیدو اعلان کوي.

د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر رسمآ پیل شوی نه دی، خو دوو کسانو اوس د کاندیدۍ اعلان کړی دی.

په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي په خپل ټویټر کې اعلان کړی دی چې د را روانو ټاکنوو کاندید دی.

هغه د کندهار له خلکو مننه کړې چې په دغه برخه کې د هغه ننګه کوي او هڅولی یې دی چې ځان کاندید کړي.

شیدا ابدالي مخکني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کس گڼل کیږي چې ډیره موده یې د ښاغلي کرزي په دفتر کې کار کاوه.

ښاغلي ابدالي تیره میاشت په هند کې د سفارت له دندې استعفی وکړه او دلیل یې دا وښوده چې غواړي په افغانستان کې دننه کار وکړي. ښاغلي ابدالي لا نه دي ویلي چې مرستیالان یې څوک دي.

تر ده مخکې ولسمشر غني هم د خپل کاندیدو اعلان کړی و، هغه هم د خپلو مرستیالانو په اړه څه نه دي ویلي. ټاکل شوې چې د افغانستان د جمهوري ریاست ټاکنې د ۲۰۱۹ کال د اپریل په میاشت کې وشي.