د لاس رسي وړ اتصالات

غني بیا ځان ولسمشرۍ ته نوماندوي


اشرف غني د ۲۰۱۴ له ناندیزو ټاکنو ورسته له عبدالله عبدالله سره ایتلافي حکومت جوړ کړ
اشرف غني د ۲۰۱۴ له ناندیزو ټاکنو ورسته له عبدالله عبدالله سره ایتلافي حکومت جوړ کړ

ولسمشر محمد اشرف غني وايي د راتلونکي کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې بیا دریږي چې "چارې بشپړې" کړي.

دا لومړی ځل دی چې ښاغلی غني د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ځان د بیا کاندیدولو پخلی کړې دی. هغه امریکايي بلومبرګ رسنۍ ته ویلي دي چې غواړي هغه کارونه تمام کړي چې چې د ده په دوره کې پیل شوي او لا هم نیمګړي پاتې دي.

ښاغلي غني ویلي دي چې له طالبانو سره سوله د ده یو مهم کار و چې پیل شوی او باید بشپړشي. ولسمشر غني د نورو نیمګړو چارو په اړه څه ندي ویلي.

نوموړي داسې مهال دا خبرې کړي چې" د افغانستان لوی ملي ایتلاف" چې له پخواني جهادي مشرانو او اوسنیو سیاستوالو جوړ دی، هلې ځلې کوي چې د دغو ټاکنو لپاره یو قوي نوماند مخې ته کړي.

مخکني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي که یې خلک وغواړي دی به بیا هم ولسمشرۍ ته ځان نوماند کړي.

ولسمشر غني دغه راز ندي ویلي چې څوک به د خپلو مرستیالانو په توګه انتخاب کړي. ښاغلی غني له ډیرې مودې راهیسې له خپل لمړي مرستیال، عبدالرشید دوستم، سره پر ځینو مسایلو اختلاف لري.

ټاکل شوې چې په را روانو اونیو کې د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدانو د نوملیکنې بهیر پیل شي. دا په داسې حال کې ده چې همدا څو ورځې مخکې په افغانستان کې پارلماني انتخابات وشول او د خلکو ګډون په کې ډېر وستایل شو.

XS
SM
MD
LG