د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تېره ورځ (اګست ۱۱مه) ایرلنډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۲۷ د نړیوال جام سیالیو ته لاره وکړه چې بل کال کېږي.
افغانستان ته له ایرلنډ څخه د دغې لوبې ګټل یوازې یو بری نه و، بلکې نړیوال جام ته یې د ورتګ برخلیک هم وټاکه. په دې بري سره افغانستان د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو په درجه بندۍ کې اتم مقام ته پورته شو او دا په دې مانا ده چې افغانستان د نړیوال جام برخه شو.
د افغانستان د یو ورځنیو او ټیسټ لوبو پخواني کپتان حشمت الله شهیدي نړیوال جام ته د افغانستان مستقیم ورتګ یوه لویه لاس ته راوړنه وبلله.
افغانستان سبا چهارشنبه له ایرلنډ سره د روانو پنځو لوبو د لړۍ څلورمه لوبه کوي. افغانستان تر دې دمه دوې لوبې ګټلې او یوه یې د باران له کبله لغوه شوې. که افغانستان سبانۍ لوبه وګټي، له ایرلنډ څخه به د روانو لوبو دغه لړۍ هم ګټي.
د نړیوال جام کې لوبډلې
د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۷ نړیوال جام ته ۱۴ لوبډلې په پام کې نیولې دي.
د نړیوال جام دا لوبې په جنوبي افریقا او زمبابوې کې کېږي او دا دواړه هېوادونه د کوربتوب د امتیاز لرلو له کبله په نړیوال جام کې دي. البته نمبیا هم د دغو سیالیو یو کوربه هېواد دي او یوازې یوه لوبه به هلته کیږي خو ځکه یې مستقیمآ نړیوال جام ته لاره نه ده کړې، چې دا هېواد د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی نه دی.
د افغانستان په ګډون اته نورې لوبډلې انګلنډ، استرالیا، نیوزلنډ، بنګله دېش، سري لانکا، هند او پاکستان نړیوال جام ته وتلي. دا لوبې د ۲۰۲۷ کال د اکتوبر په میاشت کې بيل کېږي.
د یادولو ده، چې د ویسټ انډیز لوبډله، چې دوه ځلې د یوې ورځنیو سیالیو اتلولي ګټلې، مستقیمآ نړیوال جام ته ونه وتله، دوی به اوس له ایرلنډ، هالنډ، سکاتلنډ، د امریکا متحدو ایالتونو او یوې بلې لوبډلې سره یو ځای د غوراوي سیالۍ کوي چې څلور لوبډلې به یې نړیوال جام ته لاره کوي.
د غوراوي پړاو دغه سیالۍ د ۲۰۲۷ کال د فبرورۍ په میاشت کې په جنوبي افریقا او نمبیبا کې دي.