په افغانستان کې حاکمو طالبانو د خپلو مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف له کبله د دوی ترمنځ د ویش او جګړې رامنځته کېدو اندېښنې رد کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ، فبروي درېیمه (سلواغه ۱۵)، وویل چې د طالبانو په لیکو کې د "دښمنانو" له خوا د نفاق ایجادولو د هڅو سره سره دغه ډله متحده پاتې ده.
ځینو څېړونکو او ډیپلوماتانو اندېښنه ښودلې چې د طالبانو ترمنځ د نظرونو اختلاف ښايي په افغانستان کې د بې ثباتۍ لامل شي. طالبان د ۲۰۲۱ په اګست کې په افغانستان کې بیاواکمن شول.
په کندهار کې میشت د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د ایکس په شبکه کې په خپرې شوې وینا کې وویل چې "دښمنان" د طالبانو ترمنځ د نفاق ایجادولو په فکر کې دي.
هغه د مشخصو افرادو یا ډلو د نوم ښودلو پرته زیاته کړه: "زه دوی ته وایم، تاسې دا د زړه نه واورئ، دې ارمان ته هیڅکله هم نشئ رسیدلی چې د اسلامي امارت ترمنځ به اختلاف وي او تاسې به بیا راځئ."
مجاهد وویل: "دا خوب او خیال وبولئ. اسلامي امارت متحد صف ده. په اتحاد باندې د ټولو تعهد ده. او د اتحاد په ثمره کې دا نظام او دا لاسته راوړنې موږ لرو که نه، بې له اتحاد څخه بیا هیڅ شی هم نشته."
دا مطلب هم ولولئ
ستانکزی: له زده کړو د نجونو منع کول زمونږ د طبیعت خبره ده نه د شریعتمجاهد دا څرګندونې په داسې حال کې کړي دي چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین شیر محمد عباس ستانکزي تیره میاشت په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیز ته یو ځل بیا سخت غبرګون وښود او ویې ویل چې د زده کړو د بندیز پریکړه د "اسلامي شریعت" پر اساس نه ده بلکې د طالبانو د "طبیعت" پر اساس پریکړه ده.
د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت هم یوه میاشت وړاندې په کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې د طالبانو له خوا په طبي انستیتیوتونو کې د افغان میرمنو او نجونو پر زده کړو بندیز ته غبرګون وښود او ویې ویل چې په یو نظام کې د طبي زده کړو ترلاسه کول "فرض عین" دي.
ملګري ملتونه وايي افغانستان په نړۍ کې یوازینی هیواد دی چې په کې په رسمي ډول له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو بندیز لګول شوی دی. د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د دوشنبې په ورځ وویل چې په کابل کې د ملګرو ملتونو په یو دفتر کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو د یو غړي په ډزو کې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، د طالبانو د مشرانو ترمنځ د نظرونو د اختلاف سره سره، بحران ندی رامنځته شوی. هغه زیاته کړه: "کله کله دغه بحثونه میډیا ته هم راووځي دا هیڅکله هم د اختلاف په معنا نده... تفاوت د اذهانو او تفاوت د نظرونو طبیعي خبره ده."
د طالبانو ځینو سرچینو او ډیپلوماتانو رویټرز ته ویلي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده د فرمان په اساس د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو د پرېکړې له کبله د طالبانو د مشرانو ترمنځ له کلونو راهیسې اختلافات دوام لري.
طالبانو ویلي چې د شرایطو په برابرېدلو سره به ښځو او نجونو ته د زده کړې اجازه ورکړي خو ددې کار لپاره یې مهال ویش ندی ښودلی.
ددې راپور ځینې معلومات له رویټرز اژانس څخه اخیستل شوي.