افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د دفتر د تړلو هڅه پيل کړې

افغان حکومت په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو هلې ځلې پیل کړي دي.

د افغانستان اجرایي ریاست وايي هره اداره چې افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو کې مرسته نشي کولی، موجودیت یې هېڅ مانا نلري.

د اجرایي ریاست ویاند جاوید فیصل امریکا غږ اشنا ته په مشخص ډول د طالبانو د قطر د دفتر د تړل کېدو او نه تړل کېدو په اړه څه ونه ویل.

د ګارډین ورځپاڼه وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني د پنجنشبې په ورځ په نیویارک کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د طالبانو د قطر د دفتر د تړلو په اړه خبرې کړي دي. د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ولسمشر ټرمپ غوښتي چې د طالبانو دا دفتر دې وتړل شي.

جمهوري ریاست تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ولسمشر غني د سولې د عالي شورا یو شمېر غړي د خبرو لپاره ارګ ته وربللي دي.

ولسمشر غني د همدغه کال د فبرورۍ په میاشت کې د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې هم د طالبانو د سیاسي دفتر د تړل کېدو غوښتنه کړې وه.

د طالبانو د قطر دفتر له پرانیستل کېدو راهېسې په افغانستان کې د سولې په بهیر کې کوم پام وړ کار نه دی کړی.

خو دغه دفتر د امریکايي سرتېري برګدال سره د پنځو طالبانو په تبادله کې مهم رول ولوبوه. طالبانو دغه امریکايي سرتېری نیولی و چې په بدل کې یې له ګوانتنامو څخه پنځه طالب مشران خوشې شول.