د افغانستان کرکټ بورډ نن دوشنبه (اکتوبر پنځمه) د ۱۹ کلنو نوې لوبډله اعلان کړه.
د افغانستان کرکټ بورډ په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا لوبډله به د راتلونکې شنبې په ورځ عمان ته ځي چې د کوربه هېواد او بنګله دېش د ۱۹ کلنو له لوبډلو سره سیالۍ وکړي.
په اعلامیې کې راغلي دي، "د افغانستان نوولس کلنه ملي کرکټ لوبډله د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۰مه نېټه عمان ته سفر کوي او هلته به د اکټوبر میاشتې له ۱۳مې تر ۲۳مې نېټې پورې د بنګله دېش پر وړاندې پنځه یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي. همداراز به افغان ځوانان د همدې اکټوبر میاشتې په ۲۷مه او ۳۰مه نېټه د عمان لوبډلې پر وړاندې هم دوه یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي. "
اعلامیه وايي چې دا سیالۍ د ۲۰۲۶ د ۱۹ کلنو د اسیا جام سیالیو لپاره د چمتووالي پړاو دی. د اسیا جام سیالۍ د همدغه کال د نومبر په میاشت کې په عمان کې کېږي.
د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبغاړي له څه مودې راهېسې په ننګرهار کې په تمرینونو بوخت وو.