ټاکل شوې سبا چهارشنبه (اکتوبر۲۰مه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله او د ۱۹ کلنو لوبډله د بنګله دېش له ملي او د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره د کرکټ سیالۍ وکړي.
د افغانستان ملي لوبډله په ابوظبي کې له بنګله دېش سره د کرکټ یوه ورځنۍ نړیواله لوبه لري.
دا د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د درې اړخیزې لړۍ درېیمه لوبه ده، چې افغانستان یې کوربه دی.
افغانستان تېره ورځ په خپلې لومړۍ لوبې کې زمبابوې ته د ۱۵۸ منډو په توپیر لویه ماتې ورکړه.
صدیق اتل، چې په دغې سیالۍ کې یې ۱۰۲ منډې وکړې، د لوبې غوره لوبغاړی شو.
بل لوري ته، د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډله هم سبا د بنګله دېش د ۱۹ کلنو له لوبډلې سره یوه ورځنۍ نړیواله لوبه کوي.
دواړو خواو تر دې دمه دوي لوبې کړې، چې یوه یې بنګله دېش ګټلې او دویمه یې مساوي پای ته ورسېده.
د دوی ترمنځ څلورمه او وروستۍ لوبه، چې په عمان کې کېږي، د جمعې په ورځ ده.