د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو سیالیو د لړۍ لومړۍ لوبه نن چهارشنبه (اګست پنځمه) د باران له کبله لغوه شوه.
دا لوبه د ایرلنډ د بریدې په سیمه کې کېده. دغلته له سهار راهېسې باران پيل شوی و. لوبڅارانو له څو ساعتونو ځنډ وروسته پرېکړه وکړه چې دا لوبه لغوه کړي.
د دوی ترمنځ دویمه لوبه په همدې میدان کې د جمعې په ورځ (اګست اومه) ده.
افغانستان شاوخوا څلور کاله وروسته ایرلنډ ته د سیالیو لپاره لوبډله استولې ده.
ایرلنډ د دغو پنځو لوبو کوربه دی.
افغان کپتان رحمت شاه هیله ښودلې ده چې افغان لوبغاړي ښه ولوبېږي او د لوبو دغه لړۍ وګټي.
د فوټسال لوبه
د افغانستان او روسیې ترمنځ د فوټسال لوبه ۳-۳ مساوي پای ته ورسېده.
دا د کانټېنېنټل د چمپینشیپ سیالۍ دي چې په تایلنډ کې روانې دي.
د روسیې او افغانستان ترمنځ دا لوبه یوه په زړه پورې له هیجانه ډکه لوبه بلل شوې.
دا په دغو سیالیو کې د افغانستان درېیمه لوبه وه، افغانستان خپلې لومړۍ دوې لوبې په تایلنډ او ویتنام وبایللې.
د کانټېنېنټل د چمپینشیپ په سیالیو افغانستان، تایلنډ، روسیه، ویتنام او نیوزلنډ په کې لوبېږي.
د افغانستان وروستۍ او څلورمه لوبه سبا پنجشنبه له نیوزلنډ سره ده.