کرکټ؛ د ایرلنډ مسلسل ماتول او د افغانستان ځلېدل 'حیرانوونکي' وو

افغانستان له ایرلنډ څخه د پنځو یوې ورځنیو نړیوالو لوبو لړۍ وګټله.

د افغانستان د کرکټ ځینې روزونکي او مبصرین د ایرلنډ د کرکټ لوبډلې په وړاندې د افغانستان د کرکټ لوبډلې پرلپسې ځلېدل د توقع خلاف بولي.

افغانستان د کرکټ لوبډلې په ایرلنډ کې د دې هیواد لوبډلې ته په پرلپسې ماتې ورکولو سره د یو ورځنیو پنځو نړیوالو لوبو لړۍ ۴-۰ وګټله او جام یې کابل ته یوړ.

د کرکټ ځینې روزونکي او مبصرین د افغانستان دا ډول بری بیساری بولي. د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې روزونکي رئیس احمدزي، چې د دغو لوبو لیدو لپاره ایرلنډ ته تللی و، امریکا غږ ته د افغانستان د بري په په اړه په مهمو ټکو معلومات ورکړل.

هغه وویل: «چې حقیقت وي، زما توقع هم دومره نه وه چې دایرلنډ لوبډله به داسې په اسانه ماته کړو، ځکه چې اب او هوا د هغوی په ګټه وه، او بل هند ته یې ماتې ورکړه وه او دا د رحمت شاه لپاره لومړی سیریز و د کپتان په صفت. ځان یې ښه ثابت کړ. بله خبره د ورلډ کپ د کوالیفای وه، د هغه فشار هم و. په لومړي ځل زه فکر کوم چې لوبغاړي مو دومره سلیزې او دومره غټ غټ انینګزونه کوي او په داسې یو حالت کې چې داسې میدانونو کې کمې لوبې کوو. د ابراهیم ځدران بیټینګ د ستایلو و، ورسره د صدیق اتل بیټینګ عالي و، او په اخره کې د رحمت شاه سلیزه کول او لوبه ختمول، دا یو شی و چې ما هر وخت پرې فکر کاوه، چې یو لوبغاړی چې سیټ شي، باید لوبه ختمه کړه.»

په دغو سیالیو کې د افغانستان توپ اچوونکي او توپ وهونکي دواړه ښه وځلېدل، چې هم یې ایرلنډ ته لوړ هدف وټاکل او هم یې د ایرلنډ لوړ هدف پوره کړای شو.

په بریتانیا کې د افغان کرکټ ټولنې مشر بشیر غروال امریکا غږ ته وویل: «ایرلنډ ته په کور کې ۴-۰ ماتې ورکول لاس ته راوړنه ده، دوی په خپل کور کې قوي دي، تر دې مخکې یې هند ته ماتې ورکړې وه. د سیریز ګټل مهم وو، ځکه چې نړیوال جام ته د افغانستان وتل وو، نوی روزونکی او نوی کپتان وو، د افغانستان پخوانی روزونکی جانتن ټراټ له ایرلنډ سره و. زما لپاره مهمه خبره د افغانستان توپ وهنه وه، هغوی چې څنګه توپ وهنه وکړه، ماته په زړه پورې وه، مبالغه به نه وي، چې ووایم اوس افغانستان په یوې ورځنیو لوبو کې د شل اوریزو لوبو په څېریوه پیاړړې او سیاله لوبډله ده.»

د کرکټ د مبصرینو په وینا له ایرلنډ سره د پنځو لوبو دا لړۍ د افغانستان لپاره د بل کال نړیوال جام ته د چمتوالي یو ښه پړاو هم و. د یوې ورځنیو نړیوالو لوبو نړیوال جام سیالۍ د بل کال د اکتوبر په میاشت کې په افریقا کې دي.

په انګلنډ کې میشت افغان کرکټ مبصر خیر الله پرهر امریکا غږ ته وویل: «دا لوبې ځکه مهمې دي،‌ چې نړیوال جام ته امادګي وشوه. موږ به نړیوال جام ته له دغه سیریز څخه لوبډله ټاکو، سلیکشن کمېټې ته به معلوم شوی وي چې مشکلات چېرته دي او ځڅنګه یې حل کړي. په عمومي ټول نړیوال جام ته چمتوالی ښه و، ایرلینډ ته په ایرلنډ کې ماتې ورکول اسان نه وي. د رحمت شاه کپتاني نوې وه ،‌خو عالي کپتانی یې وکړه، په ټوله کې په دغه سیریز کې لاس ته راوړنه نړیوال جام ته وتل او ورته امادګي وه.»

افغان کرکټ لوبډله شاوخوا څلور کاله وروسته ایرلنډ ته د سیالیو لپاره ولاړه، تر سیالیو مخکې داسې وړاندوینې کېدې چې د ایرلنډ اب او هوا، پچونو او میدانونو او د هند کرکټ لوبډلې په وړاندې د ایرلنډ وروستیو بریاو ته په کتو، ممکن افغان لوبغاړي له ایرلنډ څخه دا لړۍ ونه شي ګټلای، خو افغان لوبغاړو دا وړاندوینې ناسمې ثابتې کړې.