د افغانستان او هند د کرکټ ادارو د دواړو هېوادونو ترمنځ د دریو نړیوالو شل اوریزو سیالیو نېټې اعلان کړې.
د افغانستان کرکټ بورډا په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا درې شل اوریزې لوبې به د سپتمبر د میاشتې په ۱۳، ۱۵ او ۱۷ نېټو کې وي.
د هند کرکټ ادارې هم دا نېټې تايد کړي او ویلي دي چې دا ټولې لوبې به د هند په نوي ډهلي کې کېږي.
افغانستان د دغو لوبو کوربه دی. افغانستان معمولا خپلې نړیوالې لوبې په متحدو عربو اماراتو کې کوي او هلته لوبډلې رابولي، خو داسې ښکاري چې په منځني ختیځ کې د روانې شخړې له کبله د اوس لپاره ډېرې لوبې هلته نه کېږي.
افغانستان تر دې مخکې هم په هند کې خپلې نړیوالې لوبې کړې او د لوبډلو کوربتوب یې کړی.
د افغان کرکټ بورډ چارواکي وایي د دغو لوبو په اړه یې څو میاشتې مخکې د هند د کرکټ بورډ له مشرانو سره یې خبرې کړې او پرې سلا شوي وو.
د افغانستان کرکټ بورډ مشر میرویس اشرف ویلي دي چې دا لوبې د افغانستان او هند ترمنځ د اوږدې ملګرتیا او همکارۍ څرګندوونه کوي.
د هند د کرکټ ادارې په اعلامیې کې ویلي چې د افغانستان کرکټ د ودې په برخو کې مرستو ته ژمنه ده او افغان لوبغاړو ته فرصتونه برابروي چې په لوړې کچې سیالیو کې ولوبېږي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا دوې میاشتې مخکې هند له افغانستان څخه د ټست د یوې لوبې او دریو نړیوالو یوې ورځنیو لوبو لړۍ وګټله.
فورم \ دبحث خونه