د امریکا لوی څارنوال:په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ په اړه شواهد نشته

د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار او جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ

د امریکا لوی څارنوال وایي د عدلیې وزارت د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د پراخې درغلۍ په هکله هیڅ داسې شواهد ندي موندلي چې د انتخاباتو نتیجه بدله کړي.

لوی څارنوال ویلیم بار د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې څارنوالانو او د فدرالي تحقیقاتو د ادارې یا آیف بي آی اجنټانو د جمهوري ریاست انتخاباتو پورې اړوند شکایتونه څیړلي خو داسې شواهد یې ندي پیدا کړي چې نتیجه بدله کړي.

د ښاغلي بار دا څرګندونې د امریکا برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ته تازه ګوزار دی ځکه هغه ادعا لري چې په انتخاباتو کې پراخه درغلي شوې او تر اوسه یې خپله ماتې هم نده منلې. لوی څارنوال ویلي، " تر دې نیټې پورې مونږ د درغلیو په هکله دومره شواهد ندي پیدا کړي چې ممکن د انتخاباتو نتیجه یې بدله کړې وی".

د لوی څارنوال ویلیم بار د دې څرګندونو نه وړاندې د انتخاباتو ایالتي چارواکو او والیانو د څو اوونیو راپدیخوا ویل چې په انتخاباتو کې درغلي نده شوې خو جمهور رئیس ټرمپ ادعا لري چې په انتخاباتو کې د دیموکرات د ګوند د کاندید جو بایډن په ګټه درغلې شوې. ټرمپ د خپلې ادعا په هکله کره شواهد ندي ورکړي.

ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز تلویزوني شبکې سره په مرکې کې د عدلیې وزارت نه غوښتي و چې پدې هکله اقدام وکړي.

جمهور رئیس ویلي ، " دا د عدلیې وزارت او د ایف بي آی کار دی چې پدې سترې موضوع کار وکړي خو ما هیڅ هم ندي لیدلي. هغوي چیرته دي"؟

ټرمپ تر اوسه د لوی څارنوال د دې څرګندونو په هکله څه ندي ویلي خو د هغه شخصي مدافع وکیل او د انتخاباتي ټیم د حقوقي څانګې مسؤلینو ویلي د عدلیې وزارت کړڼې په انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د تحقیقاتو بڼه نلري.

د لوی څارنوال د څرګندونو نه وړاندې د امریکا د سایبري امنیت او زیربناوو د امنیت د ادارې مشر، کریس کریبز هم تیره اوونۍ ویلي و چې د جمهوري ریاست د نومبر د ۳مې نیټې انتخابات د امریکا په تاریخ کې تر ټولو مصؤن انتخابات و.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ دغه امریکایي چارواکی د دې څرګندونو نه وروسته د دندې نه ګوښه کړ.

د امریکاپه متحدو ایالاتو کې د نومبر د میاشتې په ۳مه د جمهوري ریاست انتخابات وشول. د شمیرل شویو رایو له مخې د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن ددې انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی خو برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ لا هم خپله ماتې نده منلې.