د لاس رسي وړ اتصالات

که د امریکا انتخابات جنجالي شي، څه به پیښ شي؟ 


د امریکا د ۴۷ ایالتونو د رایو د شمیرنې په اساس جو بایډن ددې انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی دی، خو د دونالد ټرمپ انتخاباتي ټیم د میشیګن او پنسلوانیا په ایالتونو کې د انتخاباتو د نتیجو پر ضد محکمې ته عرض کړی دی او د وسکانسن ایالت د رایو بیاشمیرل یې غوښتي دي.

محکمې ته دعوا کول او د رایو بیا شمیرل که په محدود شمیر ایالتونو کې هم ړوي، د الکتورال کالج یا انتخاباتپ هیات له لورې د د انتخاباتو د نتیجو د رسمي تائید کیدو د ځنډ سبب کیږي.

دونالد ټرمپ، د شواهدو او مدارکو د وړاندې کولو پرته ویلي چې د امریکا د متحده ایالاتو د نومبر د درېیمې نتیټې انتخابات له درغلیو ډک وو او تر هغه چې یو کاندید خپل سیال ته مبارکي نه وي ویلي او خپله ناکامي یې نه وي منلې انتخابات به نه وي بشپړ شوي.

په هغه صورت کې چې ښاغلی ټرمپ د دعوا نه لاس وانخلي، په راتلونکو ورځو او اونیو کې به د امریکا د انتخاباتو بحث د الکتورل کالج محکمې او بالاخره د امریکا کانګرس ته وړاندې شي.

د امریکا د انتخاباتو نتیجې چې تل د انتخاباتو د ورځې په ماښام او یا د بلې ورځې په سهار اعلانیږي، تل غیر رسمي وي او د نتیجو رسمي اعلان او تائید څو ورځې او څو اونۍ وخت نیسي.

د دوو کاندیدانو د رایو توپیر په یو شمیر ایالتونو کې ښایي کم اوسي او پداسې حالاتو کې یو کاندید کولای شي ابتدایي نتیجې چلنج کړي. یو شمیر ایالتونو لکه فلوریدا، اوهایو او پنسلوانیا که د کاندیدانو د رایو تفاوت ډیر کم وي رای بیا شمیري. خو په ځنو ایالتونو کې لکه نوادا او آیوا، کې اعتراض کوونکی کاندید د رایو د تفاوت په نظر کې نیولو پرته کولای شي د رایو د بیا شمیرلو غوښتنه وکړي.

په یو شمیر ایالتونو کې لکه تکزاس، والي د انتخاباتو په اړه بشپړه صلاحیت لري، په یو شمیر نورو ایالتونو کې لکه شمالي کارولینا د انتخاباتو خپلواکه ایالتي اداره وروستی تصمیم نیسي. خو د امریکا په ټولو ایالتونو کې ایالتي مقننه قوه کولای شي د مناقشې حل ته ورودانګي.

د سږکال د انتخاباتو د مهالویش له مخې هر ایالت باید د دسمبر تر اتمې خپلې نتیجې بشپړه کړي او بیا د هر ایالت انتخاباتي هیات د دسمبر تر ۱۴ پورې رای ورکړي او رسمي نتیجې کانګرس ته واستوي. خو د رایو شمیرنه او قانوني چلنجونه ښایي دا کار وځنډوي.

په هغه صورت کې چې دیو ایالت اجرائیه او مقننه قوه هم د انتخاباتو د ګټونکي په هکله د نظر اختلاف ولري، موضوع د امریکا د متحده ایالاتو کانګرس ته وړاندې کیږي.

د امریکا نوی کانګرس چې تل د سنا درېیمه برخه او د استازو د شورا ټول غړي د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ټاکل کیږي، د جنورۍ په شپږمه په رسمي توګه د هر ایالت انتخاباتي رای شمیري او نوی جمهور رئیس معرفي کوي.

که د ټولو ایالتو د انتخاباتي رایو په شمیرلو جمهور رئیس څرګند نشي، کانګرس د جمهور رئیس د برحاله مرستیال په مشرۍ بیړني انتخابات ترسره کوي.

په بیړنیو انتخاباتو کې هم باید یو کاندید ۲۷۰ رای وګټي، چې بریالی شي. د کانګرس غړي هم وکولای شي د انتخاباتو نتیجې چلنج او یا رد کړي، چې د داسې حالت احتمال ډیر کم بریښي.

په هغه صورت کې چې د کانګرس له خوا په سرتاسري رای اچونه کې هم ګټونکی کاندید څرګند نشي، د استازو مجلس د جمهور رئیس د ټاکلو لپاره رای ورکوي او هر ایالت به یو استازی ولري. پدې انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره چې احتمال یې ډیر کم دی یو کاندید باید ۲۶ واخلي چې بریالی شي.

په یو معمول او بې جنجاله انتخاباتو کې منتخب جمهور رئیس د جنورۍ د میاشتې په ۲۰ غرمه لوړه کوي او د هماغه شیبې څخه د مملکت د چارو واګۍ ترلاسه کوي.

څنګه چې د انتخاباتو نتیجې په څو ایالتونو کې چلنج شوي داسې ښکاري چې د انتخاباتو جنجال ژر حل نشي او ښایي د ګټونکي کاندید رسمي معرفي کیدل وځنډیږي.

دا احتمال هم ډیر کم دی چې دغه قانوني چلنجونه داسې عمده بدلون رامنځ ته کړي چې د نتایجو ګراف ۱۸۰ درجې وڅرخیږي. ځکه ډیر احتمال شته چې ستره محکمه د ښاغلي ټرمپ دعوا رد کړي.

XS
SM
MD
LG