د لاس رسي وړ اتصالات

جو بایډن سپڼې ماڼۍ ته د ورتګ چمتووالی پیل کړ


جو بایډن او مرستیاله یې کمالا هریس
جو بایډن او مرستیاله یې کمالا هریس

جو بایډن چې د امریکا د متحدو ایالتونو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د شمیرل شویو رایو پر اساس د انتخاباتو ګټونکی اعلان شوی، سپنې ماڼۍ ته د سفر لومړنی ګام واخیست.

پداسې حال کې چې تر اوسه په رسمي بڼه په انتخاباتو کې د ښاغلي بایډن بریالیتوب ندی تائید شوی او دونالد ټرمپ لا هم خپله نامامي نده منلې، د بایډن انتخاباتي ټیم د قدرت د انتقال لپاره ویب سایټ او د ټویټر حساب جوړ کړی دی.

جو بایډن او مرستیالې یې کاملا هریس ویلي چې نن د دوشنبې په ورځ، نومبر ۹ (لړم ۱۹) به د انتقالي ټیم لخوا د کوویډ۱۹ د ناروغۍ په هکله معلومات ورکړل شي.

ټاکل شوې چې جو بایډن به د اقتصادي چارو د بیارغونې او د کرونا ویروس سره د مبارزې په هکله هم د خپلو اقداماتو په هکله څرګندونې وکړي.

د ښاغلي بایډن انتقالي ټیم په ویب سایټ کې څلورو موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړل شوی چې د کوویډ۱۹ بیماري، اقتصادي بیارغونه، نژادي برابري او د اقلیم بدلون پکې شامل دي.

په ویب سایټ کې ويل شوي چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري د میاشتې په ۲۰ مې نیټې چې جو بایډن د امریکا د متحدو ایالتونو د ۴۶ جمهور رئیس په توګه د وفادارۍ لوړه کوي، په هماغه ورځ به یو کاري ټیم په یادو شویو موضوعاتو کار پیل کړي.

ښاغلی بایډن پداسې حال کې سپینې ماڼۍ ته د ورتګ چمتووالی نیسي چې برحال جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ لا هم د انتخاباتو د نتیجې په هکله پوښتنې لري. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې لیکلي: "د کوم وخت راهیسې مطبوعات دا پریکړه کوي چې زمونږ راتلونکی جمهور رئیس به څوک وي؟"

د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیل روډي جولیاني هم ویلي چې په انتخاباتو کې د ټګۍ برګۍ په هکله "ډیر شواهد" لري او په پلان کې ده چې په راتلونکو څو اوونیو کې په محکمو کې حقوقي دعوې ثبت کړي.

د جمهور رئیس ټرمپ ټیم پداسې حال کې د حقوقي دعوو خبره کوي چې د امریکا یو پخوانی جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند کاندید جوبایډن او د هغه مرستیالې کاملا هریس ته مبارکي ورکړې.

ښاغلي بوش په یوې اعلامیې کې لیکلي: "د امریکا ولس ډاډ درلودی شي چې دا انتخابات په اساسي توګه عادلانه و ". پخواني جمهور رئیس جورج ډبلیو بوش همدرانګه لیکلي: "مونږ باید د خپلو کورنیو، ګاونډیانو او هیواد د یووالي لپاره لاس یو کړو".

جو بایډن د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې ۷۴.۶ ملیونه او جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ ۷۰.۴ ملیونه عمومي رایې ګټلي دي. بایډن ۲۷۹ او ټرمپ ۲۱۴ د الکټورال کالج رایې ګټلي دي. یو کاندید باید لږ تر لږه ۲۷۰ انتخاباتي رایې وګټي چې جمهور رئیس وټاکل شي.

جو بایډن چې د امریکا د مخکني جمهور رئیس براک اوباما مرستیال و، د نومبر د میاشتې په ۲۰مې ۷۸ کلن کیږي. هغه د امریکا په تاریخ کې لومړنی شخص دی چې په دومره پاخه عمر کې د امریکا جمهوري ریاست انتخابات ګټي.

د بایډن مرستیاله، کاملا هریس بیا ۵۶ کلنه ده او د سنا په مجلس کې د کلیفورنیا د د ایالت استازې ده. میرمن هریس لومړنۍ میرمن، لومړنۍ تور پوستې امریکایۍ او د جنوبي آسیا لومړنۍ مهاجره ده چې د امریکا د جمهور رئیس مرستیاله ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG