یوې هندۍ ښځې چې ۴۰ کاله یې تشنابونه پاکول د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې

چینتا دیوي

د چینتا ديوي په نوم یوې هندۍ ښځې، چې ۴۰ کاله یې تشنابونه، د فاضلو اوبو څاګانې او سړکونه پاکول د ټاکنو له لارې د دغه هیواد د بیهار د ایالت د ګایا د ښاروالۍ د مرستیالې څوکۍ وګټله.

د هندي رسنیو د راپور له مخې چینتا ديوي د بیهار د ایالت د ګایا ښاروالۍ د مرستیالې په توګه په ټاکل کیدو یو نوی تاریخ جوړ کړی دی.

د چینتا ديوي، چې درې زامن یې هم د ښاروالۍ د تنظیف په برخه کې کار کوي په دې ټاکنو کې د مخالفتونو او پر وړاندې یې د ډیرو مقاومتونو سره سره په دې وتوانیده، چې د خپل سیال نوماند څخه ۱۶ زرو زیاتو رایو په ترلاسه کولو بریالیتوب ترلاسه کړي.

د بیهار د ایالت د ښاروالۍ په ټاکنو کې د ۱۷ څوکیو څخه ۱۶ څوکۍ ښځو ګټلې دي او ددغه ایالت د ښاروالانو د مرستیالانو ټولې څوکۍ ښځو نوماندو ګټلي دي.

د چینتا ديوي شپیته کلن میړه، چې د ګایا په ښاروالۍ کې یې جاروکش په توګه کارکوه، دوه کاله وړاندې له دې نړۍ سترګې پټې کړي دي.

چینتا ديوي د خپلې کورنۍ د مصرف د پوره کولو لپاره د ښاروالۍ د تنظیف په برخه کې د کار ترڅنګ ترکاري هم خرڅوله.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، چینتا ديوي په پیل کې ټاکنو ته د دریدلو په اړه ډاډه نه وه، خو د جاروکشانو د ټولنې په ګډون د هغې ټولو دوستانو میرمن دیوي د ښاروالۍ په ټاکنو کې نوماندې ته وهڅوله او بالاخره یې خپلې ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې.

د جارو کشۍ کارته ژمنتیا په ځانګړي ډول د کرونا وبا د خپریدو پر مهال یو د هغو دلایلو څخه دی، چې میرمن دیوي یې بریالیتوب ته ورسوله.

د میرمن دیوي سربیره یو شمیر نورې ښځې، چې د خپلو قومونو څخه منزوي شوي د بیهار د ښاروالۍ په ټاکنو کې ګډون کړی و او بریالۍ شوي دي.

تیر کال دروپتي مورمو د منزوي شوو قومونو یوې غړې د هند د جمهور رئیسې په توګه د وافادارۍ لوړه وکړه.

ددغه راپور په چمتو کولو کې د انډیا ټایمز د رپوټ څخه استفاده شوې ده.