د لاس رسي وړ اتصالات

دروپتي مورمو مرمو د هند د نوې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه 


د هند نوې ولسمشره
د هند نوې ولسمشره

دروپتي مورمو د هند د منزوي او وروسته پاتې قبیلې لومړۍ ښځه ده چې د دوشنبې په ورځ جولاۍ ۲۵ (زمری درېیمه) یې د دغه هېواد د جمهور رئیسې په توګه د وفادارۍ لوړه وکړه.

د هند پارلمان تېره اوونۍ د رایو په اکثریت سره میرمن مورمو د هند ولسمشره وټاکله. دروپدي مرمو مخکې د هند د جاکهنډ والۍ او ښوونکې وه.

نوموړې په پارلمان کې له ټاکل کېدو وروسته وویل: «ما د خپل ژوند سفر د یو کوچني قبیلوي کلي څخه پيل کړ. زما پس منظر ته په کتو، زما لپاره ابتدايي تعلیم کول هم یو خوب و. خو د ستونزو سره سره، زه غښتلې وم او د خپل کلي لومړۍ نجلۍ وم چې کالج ته ولاړم.»

دروپتي مورمو د هند د سنتهال د قبیلې څځه ده چې په لویدیځ ایالت اودیسه کې زېږېدلې ده. د هند د واکمن ګوند بهارتیا جانتا د میرمن مورمو کلکه ننګه کوله او په پارلمان کې د هغې بریالیتوب د واکمن ګوند او ایتلافیانو ته یې یو بری بلل کېږي. کارپوهان وايي په دې کار سره به صدراعظم نریندار مودي د ۲۰۲۴ انتخاباتو لپاره په بې وزلو قبیلوي ټولنو کې خپلې رېښې نورې هم غښتلي کوي.

د فرانسې خبري اژانس د راپور په اساس په هند کې ټول واک د صدراعظم سره وي او ولسمشره/ولسمشر تر ډېره سمبولیک رول لري، مګر د حکومت په جوړولو او ځینو دولتي طرحو په ردولو او اصلاح کې هم رغوونکې رول لوبولای شي.

په ۲۰۰۷ کې د پراتیبا پاټیل څخه وروسته میرمن مورمو دوهمه ښځه ده چې د هند ولسمشره کېږي. پراتیبا پاټیل پنځه کال ولسمشره وه.

XS
SM
MD
LG