ارګ د اتمر ننګه وکړه

رباني لګولی چې په نظام کې دننه ځيني کړۍ له ترهګرو سره مرسته کوي

د جمعیت اسلامي غوښتنې په غبرګون کې ارګ ویلي چې حنیف اتمر په صداقت د هیواد په چوپړ کې دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشر د ملي مشاوریت دنده اجرايي واکونه نلري او محمد حنیف اتمر پدغه دنده کې "په صداقت د هېواد لپاره خپله دنده مخ ته وړې ده او مخ ته بیايي".

د ارګ په یوې اعلاميې کې همدغه راز په ټولو سیاسي، مدني او ټولنیزو بنسټونو غږ شوی چې د حالاتو حساسیت ته په کتو اقدام وکړي او د افغانستان "دښمنان پرېنږدي چې خپلو اهدافو ته چې د ملت په منځ کې نفاق اچول دي" ورسیږي.

د دوشنبې په ورځ د جمعیت اسلامي ګوند مشر صلاح الدین رباني، چې په خپله د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر دی، له دندې د حنیف اتمر د لرې کولو غوښتنه وکړه.

رباني په کابل کې خبریالانو ته په خبرو کې تور ولګوه "د امنیتي بنسټونو د یو شمیر مدیرانو له تفاهم او مرستې پرته امکان نه لري، چې تروریستان د وینو د تویولو لپاره د داسې بریدونو د ترسره کولو فرصت ترلاسه کړي."

د ښاغلي رباني دوه نورې غوښتنې د سالم ایزدیار د جنازې پر مراسمو د ځانمرګو بریدونو او د پولیسو له خوا پر لاریون‌کوونکو د ډزې کولو د پیښې د عاملینو موندل، محاکمه کول او د ملي یوالي د حکومت د تړون پلي کول دي.

خو ارګ وايي په داسې حساسو شرایطو کې دا ډول خبرې د وسله والو ځواکونو او ولس ذهنیت ګډوډوي چې "ګټه یې یوازې دښمن ته" رسیږي.

تر دې مخکې د ملي امنیت د شورا ویاند قادر شاه هم د جمعیت اسلامي ادعا رد کړې وه او ویلي وو چې د ښاغلي رباني غوښتنې سیاسي اهداف لري.

په همدې حال کې ارګ وايي افغانستان د سه شنبې په ورځ د کابل د پروسې کوربه دی چې د لسګونو هېوادونو او بنسټونو استازي په کې برخه لري او د دغه پروسې تخریب د ملي ګټو ضد دی.

ټاکل شوې چې په دغه غونډه کې به د سولې په برخه کې د افغانستان د دریځ ننګه کیږي.