له پاکستان څخه راپورونه وايي چې وسله والو د بلوچستان په ایالت کې د سرو زرو او مسو د «ملي سرچېنو په شرکت» برید کړی او لږ تر لږه نهه کسان یې وژلي دي.
ځايي مقامات وايي چې وژل شوي کسان د دغه شرکت کارکوونکي دي او دوه یې امنیتي ساتونکي وو.
د رویټرز خبري اژانس وايي چې دغه شرکت د بلوچستان په جنوب لویدیځ کې د سرو زرو او مسو کانونه سپړي.
دا برید د چهارشنبې په ورځ (اپریل۲۲) شوی دی.
بلوچستان د طبعي زېرمو له پلوه یو شتمن ایالت بلل کېږي چې له ایران او افغانستان سره نژدې دی.
تر دې دمه د دغه برید مسئولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
په دغه ایالت کې بلوڅ بیلتون غوښتونکي فعال دي، دوی ادعا کوي چې د پاکستان حکومت د دوی سیمې نیولې او طبعي زېرمې یې لوټي.
دغه ډله وخت ناوخت د پاکستان په امنیتي ځواکونو او د طبعي زېرمو اړوندو ادارو او کارکوونکو باندې بریدونه کوي.
د پاکستان حکومت دا یوه یاغي ډله بولي او متحدو ایالتونو دا ډله د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په لست کې شامله کړې ده.