کرکټ؛ د اسیايي لوبو د سیمې فاینل لوبډلې مشخصې شوې

افغانستان هم په دغو سیالیو کې برخه لرله چې له جاپان څخه یې وګټله او په نیپال یې وبایلله

په جاپان کې د اسیا په سیالیو کې د باران د ورېدو له کبله د کوارټرفاینل دوې نورې لوبې هم لغوه شوې او په دې سره د نیمه پایلوبو څلور لوبډلې هم مشخصې شوې.

ټاکل شوې وه چې تېره ورځ (سپتمبر۲۸) د جاپان د ایچي په ایالت کې سري لانکا له نیپال او بنګله دېش له مالیزیا سره د کوارټرفاینل لوبې کړې وی، خو د باران له کبله دا لوبې ونه شوې.

سري لانکا او بنګله دېش د لوړو امتیازونو د لرلو له کبله نیمه پایلوبو ته ووتل. تر دې مخکې هند او پاکستان هم په همدې ډول نیمه پایلوبو ته وتلي وو.

ټاکل شوې ده چې د چهارشنبې په ورځ (سپتمبر۳۰) بنګله دېش له پاکستان او د پنجشنبې په ورځ هند له سري لانکا سره د سیمې فاینل لوبې وکړې.

د دغو څلورو لوبډلو له ډلې به یې دوې لوبډلې پایلوبې ته وځي، چې د شنبې په ورځ ده.

افغانستان هم په دغو سیالیو کې برخه لرله چې له جاپان څخه یې وګټله او په نیپال یې وبایلله او له هند سره یې د کوارټرفاینل لوبه د باران له کبله لغوه شوه