په افغانستان کې د بارانونو او واورو له کبله 'حد اقل ۱۱ تنه مړه' شوي

له افغانستان څخه راپورونه وايي چې د تازه بارانونو او واورو له کبله د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې لږ تر لږه ۱۱ تنه مړه شوي چې ځېنې یې ماشومان دي.

په کابل او د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د چهارشنبې له ورځې راهېسې باران او واوره پيل شوي دي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت له «پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي» اداره وايي چې د دوی ابتدايي ارزونې ښيي چې په ځینو ولایتونو کې خلکو ته درانه زیانونه اوښتي دي.

د دغې ادارې ویاند محمد یوسف حماد رسنیو ته په استول شوي پیغام کې ویلي دي: « د دغو ورښتونو له امله په پروان، بامیان، میدان وردک، کندهار، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې ۱۱ تنه شهیدان شوي، درې کسان زخمیان دي، نهه کورونه په نسبي ډول ویجاړ شوي، ۱۱ کورنۍ زیانمنې شوې او ۵۳۰ څاروي هم له منځه تللي دي.»

نوموړي نه دي ویلي چې په مړو شویو کسانو کې ماشومان هم شته که نه، خو ځینو نړیوالو رسنیو د ځایي مقاماتو په حواله لیکلي چې په کندهار کې شپږ ماشومان مړه شوي او د نورستان په ولایت کې د یو کور د چت د غورځېدو له امله د یوې کورنۍ درې غړي مړه شوي دي.

حماد همدغه راز ویلي دي چې په بامیان، میدان وردک، فاریاب او فراه کې د درنو واورو له کبله د دغو ولایتونو له مرکزونو څخه د ولسوالیو لارې تړل شوې دي.

له « پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي» ادارې له خلکو غوښتي دي چې په هغو سیمو کې له ضرورت پرته تګ راتګ ونه کړي چې واوروې او بارانونه په کې شوي دي.

په مرکز کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د واورو او بارانونو له کبله د یو شمېر ترافیکي پېښو راپورونه هم ورکړل شوي، خو د زیانونو په اړه یې دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.