د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې درندې واورې؛ د سالنګونو لار د ترافیکو پرمخ تړل شوې


د سالنګونو لوی لار
د سالنګونو لوی لار

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلین وايي، د درندې واورې وریدو او سخت طوفان له امله د سالنګونو لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.

د دغه ریاست مشر عبیدالله عبید نن شنبه جنورۍ ۲۲ (سلوغې دوهمه) خبریالانو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د تیرې شپې راپدېخوا په شمالي سالنګ کې درنده واوره او جنوبي سالنګ سخت طوفان دوام لري.

ښاغلي عبید زیاته کړه چې پر دغه لار د انساني مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره، هغوی تیره شپه دغه لار د ټولو تلونکو موټرو پر مخ تړلې ده.

ویل کیږي چې د دغه لارې پر سر سلګونه بند پاتې مسافر د یاد ریاست د مسؤلینو لخوا خوندي ځایونو ته انتقال شوي دي.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست مسؤلینو له خلکو څخه غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې پر دغه لار له تېرېدو څخه ډډه وکړي. او ټینګار کړی چې په جنوبي سالنګ کې د تند طوفان له درېدو سره به د دغه ریاست کار کوونکي د لارې د پاکېدو کارونه پيل کړي.

د سالنګونو لویه لار نهه شمالي ولایتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ سره نښلوي چې د سږ کال واورې ورېدو سره څو ځله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د تیرې ورځې راپدېخوا په کابل، بدخشان، بامیان، دایکندي، پنجشېر، غور او یو شمېر نورو ولایتونو کې واورې او بارانونه پیل شوي دي.

د افغانستان د فواید عامې وزارت وایي چې اوس مهال د هیواد څو لارې د ترافیکو پر مخ تړل شوي دي.یاد وزارت وايي چې دوی هڅه کوي چې دغه لارې بیرته د ترافیکو پرمخ خلاصي کړي.

XS
SM
MD
LG