د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک وايي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په وروستیو نښتو کې لږ تر لږه اوه افغانان وژل شوي او لسګونه نور ژوبل شوي دي.
دوجاریک د سه شنبې په ورځ په نیویارک کې د یوې غونډې په ترڅ کې وویل په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. نوموړي په نیویارک کې په دې اړه خبریالانو ته معلومات ورکړل.
هغه وویل: «په تېرو دوو ورځو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ډزو د تبادلې راپورونه ورکړل شوي دي. د راپور په اساس، یو شمېر هوايي بریدونو او د توغندیو ګوزارونو د کونړ ځېنې برخې زیانمنې کړې دي. په اسد اباد کې د روغتون مسئولین وايي چې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او ۷۹ تنه نور ژوبل دي، په دوی کې یې ۱۳ ښځې او ۳۲ ماشومان شامل دي.»
دوجاریک همدغه راز وویل چې په هوايي بریدونو کې په کونړ کې د پوهنتون لیلیه، د تیلو یوه دستګاه او د معتادینو د درملنې یو مرکز هم زیانمن شوي دي. نوموړي زیاته کړه چې د دواړو خواو ترمنځ جګړو کې څه باندې ۱۰۰۰۰ خلک بې ځایه شوي او شاوخوا ۱۱۵۰۰۰ خلک مرستو ته اړتیا لري.
Your browser doesn’t support HTML5
په کونړ کې بریدونو د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند ټکنی کړی
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند خبرداری ورکړی چې دغو دښمنیو وار دمخه بې وزلي خلک له خطر سره مخامخ کړي او د بشري مرستو اړتیا او د ولسي خلکو کړاو زیات کړي دي.
دوجارېک په پاکستان او افغانستان باندې غږ وکړ چې د نړیوالو قوانینو په اساس خپل مکلفیتونه ترسره کړي او عام ولس باید تل خوندي وي.
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې پاکستان د کونړ په ولایت کې په پوهنتون او ملکي ځایونو بمباري کړي او هغوی په کابل کې د پاکستان سفارت «شارژدافیر احضار کړ او په دې اړه یې ورته خپل احتجاج لیک» سپارلی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په پاکستان باندې د دغو بریدونو پړه اچول، د طالبانو «دوامدار پروپاګند» بللی او ویلي دي چې پاکستان د شواهدو او اسنادو په اساس په افغانستان کې د ترهګرو بنسټونه په نښه کوي.