پاکستان وايي د افغانستان د کونړ په ولایت کې په هغو بریدونو کې لاس نلري چې د ځايي چارواکو او اوسېدونکو په خبره، لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کونړ کې د دوشنبې د ورځې پیښو د دواړو هېوادونو ترمنځ هغه اوربند ټکنی کړی دی چې تیره میاشت پرې موافقه شوې وه. د طالبان چارواکو ویلي ددغه ولایت په مرکز اسداباد او شاوخوا ولسوالیو کې مرکز د پاکستان له لورې په بریدونو کې عام خلک او ملکي تاسیسات په نښه شوي او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (اپریل ۲۸مه) په ایکس کې په یو پیغام کې وویل چې په کابل کې یې د پاکستان د سفارت شارژدافیر احضار کړ او «د کنړ مرکز کې په پوهنتون سربېره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د پاکستاني ځواکونو له لوري پر ملکي اهدافو او عامه تأسیساتو د ترسره شویو بریدونو په تړاو خپل احتجاج لیک ورته وسپاره.»
د اسد اباد په روغتون کې د عامې روغتیا مسئول قاري مظفرالدین وویل چې دغه روغتون ته اووه مړي او ۷۱ ټپیان ور وړل شوي دي. د چارواکو په خبره، په ژوبلو شویو کسانو کې، په اسد اباد کې د سید جمال الدین افغان پوهنتون لږترلږه ۳۰ محصلین ټپیان شوي دي.
د سید جمال الدین پوهنتون استاد روح الله حریفزي وویل، ډیر محصلین په چاودنه کې د کړکیو د ښیښو د ماتېدو له کبله ژوبل شوي دي.
که څه هم د پاکستان پوځ سمدستي غبرګون ندی ښودلی، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په دې بریدونو کې د پاکستان لاس لرل رد کړي دي.
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په ټولنیزو رسنیو کې په خپور کړي پیغام کې پر پاکستان ددې بریدونو پړه اچول، د طالبانو له لورې «دوامدار پروپاګند» بللی او ویلي دي چې پاکستان د شواهدو او اسنادو پر اساس په افغانستان کې د ترهګرو بنسټونه په نښه کوي او که داسې کوم برید کوي نو تر شا یې دریږي او مسئولیت یې اخلي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) ویلي چې د دوشنبې په ماسپښین یې د کونړ په اسد اباد کې، د یو پوهنتون په شمول پر ملکي تاسیساتو باندې په بریدونو کې د لسګونو ملکي خلکو مرګ ژوبله مستند کړې ده. یوناما په یوه اعلامیه کې، نړیوالو بشري قوانینو ته د درناوي او ملکي خلکو او تاسیساتو ته د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په دې اړه د یوناما له لورې په خپاره شوي پیغام کې راغلي: «د نړیوال بشردوستانه قانون له مخې، ملکي وګړي او د تعلیمي مرکزونو په ګډون ملکي تاسیسات، باید تل خوندي وي. موږ د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي ښیو او د ټپیانو لپاره د چټکې روغتیا هیله کوو.»
پاکستان د فبروري په میاشت کې پر افغانستان هوايي او راکټي بریدونه پیل کړل. اسلام اباد ویلي چې کابل هغو وسله والو ته خوندي ځایونه برابروي چې د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان بریدونه کوي. طالبانو دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په پاکستان کې ناامني د هغه هېواد یوه داخلي ستونزه ده.
د طالبانو حکومت تیره میاشت وویل چې په کابل کې په مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې پر یو مرکز باندې د پاکستان په برید کې له ۴۰۰ څخه ډیر کسان ووژل شول. خو پاکستان د طالبانو دا خبره رد کړې وه.
د معتادانو پر روغتون تر برید وروسته، سپینې مانۍ له افغانستان او طالبانو غوښتي وو چې خپلې ستونزې له ډېپلوماتیکو لارو حل کړي.
فورم \ دبحث خونه