په هانتاویروس اخته ااسترالیایان خپل هېواد ته ستانه شول

هغه څلور استرالیایان، چې په متحدو ایالتونو کې د «ام وي هوندیس» په سیاحتي کښتۍ کې په هانتاویروس اخته شوي وو، د جمعې په ورځ خپل هېواد ته ورسېدل.

دوی به د قرنطین په ځانګړو مرکزونو کې د شاوخوا دریو اونیو لپاره له نورو انسانانو څخه جلا ساتل کېږي.

سیمه ایزو رسنیو راپور ورکړی دی چې د استرالیا حکومت د دغو کسانو لپاره یوه ځانګړې الوتکه کرایه کړې وه او دوی د استرالیا د پرت ښار ته نژدې د استرالیا د هوايي پوځ مرکز ته رسېدلي.

د استرالیا د فدرال حکومت د عامي روغتیا وزیر مارک بټلر سکاۍ نیوز ته ویلي دي، چې د دغو کسانو معاینه او ټست به کېږي.

د عامې روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د «ام وي هوندیس» په سیاحتي کښتۍ کې ۱۱ کسان په دغه مرګوني ویروس اخته شوي او درې تنه یې مړه شوي دي. دغه سازمان وايي چې په کښتۍ کې په هانتاویروس اخته ټول مسافر باید ۴۲ ورځې قرنطین شي.

ددغې ناروغۍ نښې نښانې تبه، لړزه، د عضلاتو درد او تنفسي ستونزې دي.

د متحدو ایالتونو د ناروغیو د مخنیوي او کنترول اداره وايي چې د هانتاویروس د خپرېدو له اندېښنو سره سره عامو خلکو ته د دغه ویروس د خپرېدو خطر ډېر کم دی.