د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې د نویو پېښو له ثبتېدو سره، په هانتا ویروس د اخته کسانو ټولټال شمېر ۱۱ تنو ته رسېدلی، چې لدې ډلې د ۹ کسانو ناروغي په رسمي ډول تایید شوې ده.
د روغتیا نړیوال سازمان د ارزونو له مخې، ټولې ثبت شوې پېښې، که تایید شوې وي او که مشکوکې، یوازې د تفریحي بېړۍ "اېم وي هوندیس" له مسافرینو او عملې پورې محدودې دي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تدروس ادهانوم، ویلي چې تر اوسه داسې هېڅ نښه نښانې نشته چې دا پېښه دې د یوې پراخې وبا پیل وي. خو هغه خبرداری ورکړی چې لدې امله چې دا ویروس د اوږدې مودې دپآره په وجود کې پټ پاتې کیږي، ښایي په راتلونکو اوونیو کې نورې پېښې هم ثبت شي.
په هسپانیا کې لازمي تدابیر
په همدې حال کې، د هسپانیا د عامې روغتیا وزارت د سېشنبې په ورځ تایید کړه چې د هانتا ویروس وروستۍ پېښه د هسپانیا په یوه مسافر کې تشخیص شوې چې له "اېموي هوندیس" بېړۍ څخه تر لېږدولو وروسته یې ازموینه مثبته اعلان شوې ده. نوموړی دا مهال د مادرید ښار په یوه پوځي روغتون کې تر قرنطین لاندې دی.
د دې ناروغۍ د خپرېدو له پیل راهیسې، درې کسان، چې یوه هالنډۍ جوړه او یو جرمنی وګړی پکې شامل دی، مړه شوي دي.
د بلې خوا، یو فرانسوی مسافر هم د اخته کسانو په ډله کې شامل دی، چې په کاناري ټاپوګانو کې د بیړۍ تر تم کېدو وروسته یې ازموینه مثبته راوتلې وه. د فرانسې صدراعظم، سباستین لوکورنو، ویلي چې هغه فرانسوی وګړی چې په هانتا ویروس اخته تشخیص شوی، لا هم په عاجله روغتیایي څانګه کې تر درملنې لاندې دی.
امریکايي روغتیايي چارواکو هم تایید کړې چې د تفریحي بېړۍ "اېموي هوندیس" له ۱۸ ایستل شویو امریکايي مسافرو څخه، د نبراسکا ایالت د یوه کس ازموینه مثبته راغلې ده. دغه کس له ۱۵ نورو کسانو سره د نبراسکا پوهنتون په روغتیايي مرکز کې تر څارنې لاندې دی، او دوه نور مسافر په اتلانتا ښار کې په یوه روغتون کې قرنطین شوي دي. امریکايي چارواکي وایي، اخته کس دا مهال سختې نښې نه لري، خو نورې طبي معاینې دوام لري.
ارجنټاین ته د څېړنیز پلاوي استول
له بلې خوا، د ارجنټاین د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی چې د دې ناروغۍ د سرچینې د معلومولو لپاره به یو شمېر متخصصین واستوي. هغه هالنډۍ جوړه چې د دې بېړۍ لومړني پېژندل شوي اخته کسان وو، تر سمندري سفر وړاندې یې څو میاشتې په ارجنټاین او د جنوبي امریکا په نورو هېوادونو کې تېرې کړې وې.
له بېړۍ څخه د مسافرو د تخلیې عملیات پای ته ورسېدل
د بېړۍ د مسافرو او د عملې د ډېری غړو د تخلیې عملیات پای ته رسېدلي او "اېموي هوندیس" اوس د هالنډ پر لور روانه ده، څو هلته په بشپړه توګه پاکه او ضدعفوني شي.
په مجموعي توګه ، ۸۷ مسافر او ۳۵ د عملې غړي د هسپانیا په تنریف ټاپو کې د محافظتي جامو سمبال ساحل ته انتقال شول. د هالنډ حکومت هم ویلي چې ټول بېرته ستانه شوي اتباع یې قرنطین کړي دي.
روغتیايي چارواکي وایي، دا لومړی ثبت شوی مورد دی چې هانتا ویروس په یوه تفریحي بېړۍ کې خپرېږي. که څه هم دا ویروس عموماً د موږکانو د فضله موادو له لارې انتقالیږي، خو د "انډ ویروس" هغه ډول چې په دې خپرېدو کې پېژندل شوی، په نادرو مواردو کې له انسان څخه انسان ته هم د لېږد وړتیا لري.
د ناروغۍ نښې نښانې تبه، لړزه، د عضلاتو درد او تنفسي ستونزې دي. د روغتیا نړیوال سازمان مشر سپارښتنه کړې چې ټول مسافر باید د ۴۲ ورځو لپاره په قرنطین کې پاتې شي، ځکه چې وختي تشخیص د ناروغانو د ژوندي پاتې کېدو چانس زیاتوي.
په یوه بل پرمختګ کې، د هالنډ د نایمخن ښار د رادبود پوهنتون طبي مرکز اعلان کړی چې د دې روغتون ۱۲ کارکوونکي د یوه اخته ناروغ د بدني مایعاتو سره د تماس له امله احتیاطي قرنطین شوی. روغتون ټینګار کړی چې دا یوازې یو وقایوي احتیاطي اقدام دی.
فورم \ دبحث خونه