د اتریش د بهرنیو چارو وزیرې بیاته ماینل رازینګر د سه شنبې په ورځ (مې ۵) خپله ایکس پاڼه لیکلي دي چې مرکزي آسیا ته سفر کوي څو د غیر قانوني کډوالۍ د کموالي او د بیرته ستنولو د تګلارو په اړه د اوزبیکستان او قزاقستان سره هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.
که څه هم میرمن رازینګر په خپل دې پیغام کې په مشخصه توګه د افغان کډوالو نوم ندی اخیستي خو یو شمیر رسنیو راپور ورکړی چې اتریش غواړي د نوي قرار داد په مرسته افغانستان ته د هغو افغان کډوالو د ستنولو امکانات رامنځ ته کړي چې په یاد هیواد کې یې د پناه غوښتنه رد شوېده.
میرمن رازینګر د خپل سفر د هدف په اړه لیکلي:" د کډوالۍ په ساحه کې د ډیر امنیت رامنځ ته کول. د دواړو هیوادونو سره د هوکړه لیکونو له لارې، د نورو مواردو ترڅنګ، د پراخ کنټرول، لږ غیر قانوني کډوالي او په منظمه توګه د ستنولو په پروسیجرونو کار کوو."
د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هاینډل فرانس پرس خبري آژآنس ته ویلي دي دا د هغو کسانو په تړاو یوه مهمه هوکړه ده چې خپل هیواد په خاص ډول افغانستان ته د ستنیدو سره مخ دي.
اتریش په داسې حال کې د غیر قانوني کډوالو د ستنولو لپاره هڅې کوي چې اروپایي ټولنه اوسمهال د هغو کډوالو د ستنولو لپاره د یوې پراخې ستراتیژۍ په جوړولو بوخته ده چې په یاده ټولنه کې د اوسیدو قانوني اسناد نلري.
په ورته وخت کې د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر ډوبرینټ ویلي غواړي د یوه نوي قانون په مرسته د هغو کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړي چې د پناه غوښتنې وړاندیزونه یې رد شوي دي.
نوموړي ویلي:" دا په ساده ډول زموږ د هیواد د امنیت او زموږ د ټولنې په ګټه ده چې موږ جنایتکاران خپلو هیوادونو ته ستانه کړو، حتی که دا هیوادونه افغانستان یا سوریه وي. له همدې امله به زه د اقدام کولو هڅې په دوامدار شکل تعقیب کړم."
اتریش د ډنمارک، یونان، جرمني او هالنډ په ګډون د اروپایي ټولنې د یو شمیر نورو غړو هیوادونو تر څنګ په فعاله توګه هڅه کوي چې نه یوازې د ستنولو مراکز جوړ کړي بلکې د کډوالو د ستنولو د تنظیم په هدف نور بهرني میکانیزمونه هم رامنځ ته کړي.
اروپایي هیوادونه په داسې حال کې د مجرمو او هغو افغان کډوالو چې د قبولۍ اسناد یې ندي اخیستي افغانستان ته د ستنولو لارې چارې لټوي چې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي، ریچارد بینټ د افغان کډوالو د ایستلو په اړه د اروپایي ټولنې هڅې د جدي اندیښنې وړ وبللې.
د اروپايي هیوادونو تر څنګ، راپورونه وایي چې د تاجیکستان حکومت هم د سې شنبې په ورځ شاوخوا ۲۵۰ افغان کډوالې کورنۍ کندز ولایت ته اړولي دي.
دغو کورنیو په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د تاجیکستان شمال ته پناه وړې وه. له تاجکستانه د دې کډوالو د ایستلو خبر وروسته تر هغه خپور شو چې د تاجیکستان د کورنیو چارو وزارت وویل چې یو افغان ځوان یې د قتل په تور ونیو.