د لاس رسي وړ اتصالات

په بریتانیا کې افغانان له زیاتېدونکو ستونزو او ناڅرګند برخلیک سره مخامخ دي

یو نوی تحلیلي راپور ښيي چې په بریتانیا کې اکثره افغان کډوال، په ځانګړي ډول هغه کسان چې دایمي استوګنه نه لري، له اوږد او ناڅرګند برخلیک او ستونزو سره مخ دي، ځکه چې د کډوالۍ پالیسۍ ورځ تر بلې سختېږي.

د افغان تحلیګرانو شبکې راپور چې د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۹مه) د دې شبکې په ویب پاڼې کې خپور شو، وايي هغه افغانان چې په وروستیو کلونو کې د کډوالۍ یا پناه غوښتنې موقف (Refugee Status) ترلاسه کړی، ښايي د دایمي اوسېدو اسنادو ته د ترلاسه کولو اوږد انتظار وکړي.

دا وضعیت د هغو نویو تګلارو له امله رامنځته شوی چې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې وړاندیز شوې دي.
له ۲۰۲۱ کال وروسته چې زرګونه افغانان بریتانیا ته ولاړل، اوس هغه افغانان چې لاهم د دایمي اوسېدو اسناد نه لري، د اوږدمهاله بې‌ثباتۍ، قانوني ستونزو او اقتصادي فشارونو سره مخ دي.

د بریتانیا د کډوالۍ نوې تګلارې د دوی لپاره د ژوند شرایط نور هم ستونزمن کړي دي.

د بریتانیا حکومت د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې وړاندیز شويو بدلونونو کې لیدل کېږي چې د کډوالو لپاره د د دایمي استوګنې اسناد ترلاسه کول به اوږد، پېچلی او ګران بهیر شي.

دا بدلونونه په ځانګړې توګه هغه افغانان اغېزمنوي چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته دې هېواد ته رسېدلي دي.

د بشري پروګرامونو تړل کېدل

بریتانیا، په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته، د افغانانو لپاره څو ځانګړي پروګرامونه پرانیستل، چې له لارې یې شاوخوا ۳۸ زره افغانان دې هېواد ته ولېږدول شول.

په دغو پروګرامونو کې هغه کسان شامل وو چې له بریتانوي ځواکونو سره یې کار کړی و، یا د خطر سره مخ ګڼل کېدل.

خو دا پروګرامونه په ۲۰۲۵ کال کې وتړل شول او اوس یوازې د پناه غوښتنې لاره پاتې ده، چې هغه هم له ګڼو خنډونو سره مخ ده.

د دې راپور له مخې په لومړیو کلونو کې، د افغان پناه غوښتونکو د منلو کچه ډېره لوړه وه، خو اوس په ښکاره ټیټه شوې ده. په ۲۰۲۲ کال کې نږدې ټول افغانان د کډوالو او پناه غوښتونکو په توګه منل کېدل، خو تر ۲۰۲۵ کال پورې دا کچه شاوخوا درېیمې برخې ته راکمه شوې ده.

په راپور کې همدارنګه راغلي چې د دې بدلون لامل دا دی چې بریتانیا اوس افغانستان دومره خطرناک نه ګڼي لکه مخکې، او هره قضیه جلا ارزوي. دا چاره د ډېرو افغانانو لپاره د رد کېدو خطر زیات کړی دی.

هغه کسان چې رد شي، نه شړل کېږي، خو نه هم د کار یا عادي ژوند اجازه لري، چې له امله یې زرګونه کسان په قانوني نامعلوم حالت کې پاتې دي.

خطرناک سفرونه او انساني زیانونه

د پناه غوښتنې لپاره قانوني ویزې نشته، نو ځکه ډېر افغانان اړ کېږي چې په خطرناکو لارو اروپا ته ولاړ شي او له هغه ځایه بریتانیا ته ځان ورسوي.

دا سفرونه اکثره د قاچاقبرو په واسطه تنظیم کېږي او خطرناک دي.

په ځانګړې توګه د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د مانش سمندر له لارې په وړو کښتیو کې سفرونه هر کال د مرګ پېښې لري.

له همدې امله، د پناه غوښتونکو اکثره برخه ځوانان دي.

هغه افغانان چې بریتانیا ته رسېږي، اکثره د پناه غوښتنې د پرېکړې لپاره میاشتې او حتی کلونه انتظار کوي. په دې موده کې دوی د کار اجازه نه لري او په موقتي استوګنځایونو، لکه هوټلونو کې ځای پر ځای کېږي.

که څه هم حکومت لومړنۍ اړتیاوې برابروي، خو دا له رواني پلوه ډېر ستونزمن بلل کېږي. د خلکو ګڼه ګوڼه، بې‌کاري، او د راتلونکي نامعلوم حالت د فشار لامل ګرځي.

هغه افغانان چې د کډوالۍ موقف ترلاسه کوي، په نظري ډول د کار او زده‌کړې حق لري، خو په عملي ډول له ګڼو ستونزو سره مخ کېږي.

د ژبې کمزوري، د اسنادو نه منل، او د کار بازار ته د لاسرسي محدودیتونه د دوی لپاره لوی خنډونه دي.

ډېر کسان اړ کېږي چې د خپل مسلک پر ځای ساده کارونه وکړي، چې دا د هغوی پر رواني وضعیت هم منفي اغېز کوي.

د کورنۍ د یوځای کېدو ستونزې

د دې راپور په وینا د کورنۍ د یوځای کېدو بهیر هم سخت شوی دی. د راپور له مخې نوې تګلارې ښيي چې ښايي افغان کډوال نور د خپلو کورنیو د راوستلو اسانه حق ونه لري.

د عاید لوړې کچې شرطونه او نور محدودیتونه دا پروسه د ډېرو لپاره ناممکنه کوي، په داسې حال کې چې اکثره کورنۍ لا هم په افغانستان یا ګاونډیو هېوادونو کې پاتې دي.

په راپور کې ویل شوي چې د حکومت د نویو وړاندیزونو له مخې، د دایمي استوګنې د اسنادو ترلاسه کول ښايي تر ۲۰ کلونو پورې وخت ونیسي، مخکې دا موده پنځه کاله وه.

سربېره پر دې، د کډوالۍ حالت به په منظم ډول بیا ارزول کېږي.

دا بدلونونه افغانان له اوږدمهاله بې‌ثباتۍ سره مخ کوي او د راتلونکي لپاره پلان جوړول ورته ستونزمنوي.

په داسې حال کې چې بریتانیا پخوا د افغانانو لپاره یو مهم امن ځای بلل کېده، اوس وضعیت بدلېدونکی ښکاري. د سختو قوانینو، اوږدو پروسو او ټولنیزو فشارونو له امله، ډېری افغانان له نامعلوم راتلونکي سره مخ دي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG