ریچارډ بنیټ: افغانستان او پاکستان باید خبرواترو ته راوګرځي

د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ

د افغانستان د بشري وضعیت په چارو کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ، له افغانستان او پاکستان څخه یې غوښتي چې بېرته خبرواترو ته راوګرځي او له تاوتریخوالي کار وانخلي.

بینټ په خوست ولایت کې د وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې، ویلي دي چې "د نړیوالو قوانینو احترام او د ملکي وګړو ساتنه" اړین دي.

ریچارډ بنیټ دغه څرګندونې وروسته له هغې کړي دي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سه شنبې په ورځ (د نومبر ۲۵) ادعا وکړه چې پاکستان یو ځل بیا په افغانستان باندې هوايي بریدونه کړي او ملکي خلک یې وژلي او د افغانستان د هوایي حریم په ماتولو یې تورن کړ.

د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد په وینا، پاکستان دغه بریدونه په پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې کړي چې له امله یې د نهو ماشومانو په ګډون، ۱۰کسان وژل شوي دي.

مجاهد د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې د طالبانو حکومت د افغانستان له ”هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع، خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي”.

بنیټ د دوشنبې شپې د هوایي بریدونو په اړه د اېکس په ټولنیزې شبکې کې د افغانستان او پاکستان څخه یې غوښتي چې ”دواړه خواوې باید د خبرواترو میز ته راوګرخي او د ستونزو د حل لپاره، له تاوتریخوالي څخه کار اخیستل بند کړي”.

پاکستان په افغانستان باندې د هوايي بریدونو خبره رد کړې ده. د پاکستاني پوځ ویاند، جنرال شریف چوهدري، ویلي دي چې پاکستان خپل ټول بریدونه په ښکاره کوي، او هېڅکله ملکیان نه په نښه کوي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې پاکستان په دې بریدونو تورنوي چې د دوشنبې په سهار په پېښور کې د سرحدي ملېشه ځواکونو پر یو مرکز برید وشو او په پایله کې یې درې امنیتي چارواکي ووژل شول او لږ تر لږه ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت ندی منلی. خو پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په دې هېواد کې دا ډول بریدونه د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان ضد ډلو لخوا تنظیمیږي.

طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي او ویلي یې دي چې د افغانستان په خاوره کې هېڅ داسې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

د طالبانو حکومت په داسې حال کې پاکستان په دې بریدونو کې ګرم بولي چې څه باندې یوه میاشت مخکې د ورته پېښو له امله، د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.

له هغې وروسته د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ را تګ بند شوی او سوداګریزې اړیکې هم په ټپه درېدلي دي.