په افغانستان کې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې پاکستان یو ځل بیا په افغانستان هوايي بریدونه کړي او ولسي خلک یې وژلي او د افغانستان د هوایي حریم په ماتولو یې تورن کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د اېکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي دي چې پاکستان تېره شپه (نومبر۲۴) پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې هوایي بریدونه کړي چې له امله یې ۱۰کسان وژل شوي دي.
مجاهد لیکلي: ”د پاکستاني پوځيانو له خوا د افغانستان پکتيکا، خوست او کنړ ولايتونو کې د تېرې شپې هوايي بريدونه د افغانستان د حريم نقض او د پاکستانۍ ادارې له خوا له ټولو منلو شوو نړيوالو نورمونو سره صريح ټکر دی."
د ذبیح الله مجاهد په وینا د ”پاکستان یرغلګر پوځ” د ناسمو معلوماتو په اساس د پکتیکا ولایت په ګربز ولسوالی کې یو کور په نښه کړی چې په پایله کې یې ”نهه ماشومان او یوه ښځه” وژل شوي دي. مجاهد لیکلي د طالبانو حکومت د افغانستان له ”هوايي او ځمکني حريم او خلکو څخه دفاع خپل شرعي حق بولي او په مناسب وخت کې به لازم ځواب ورکړي”.
په همدې حال کې پاکستان په افغانستان باندې د هوايي بریدونو خبره رد کړې ده. د پاکستان یو شمېر رسنیو د دغه هېواد د ملي تلویزون په حواله د د دغه هېواد د پوځ له قوله خبر ورکړی چې "پاکستان په افغانستان باندې برید نه دی کړی".
د راپورنو په اساس، د پاکستاني پوځ ویاند، جنرال شریف چوهدري، ویلي دي چې پاکستان خپل ټول بریدونه په ښکاره کوي، او هېڅکله ملکیان نه په نښه کوي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې پاکستان په دې بریدونو تورنوي چې یوه ورځ مخکې په پېښور کې د سرحدي ملېشه ځواکونو پر یو مرکز برید وشو او په پایله کې یې درې امنیتي چارواکي ووژل شول او لږ تر لږه ۱۲ تنه نور ټپیان شول.
هېڅ ډلې د دې برید مسؤلیت ندی منلې. خو پاکستان په وار وار ادعا کړې چې په دې هېواد کې دا ډول بریدونه د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان ضد ډلو لخوا تنظیمیږي.
طالبان د پاکستان دا ادعا ردوي او ویلي یې دي چې د افغانستان په خاورې کې هېڅ داسې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي چې د نړۍ نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.
د طالبانو حکومت په داسې حال کې پاکستان په دې بریدونو کې ګرم بولي چې څه باندې یوه میاشت مخکې د ورته پېښو له امله، د افغان او پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې په پایله کې یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واوښته.
له هغې وروسته د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ را تګ بند شوی او سوداګریزې اړیکې هم په ټپه درېدلي دي.
د افغانستان او پاکستان د وروستیو شخړو په لړ کې، د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، ویلي وو چې کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ شځړه ”ډېر ژر” حل کړي.
ټرمپ دا څرګندونې هغه مهال کړې وې چې د طالبانو د حکومت او اسلام اباد ترمنځ د سولې د خبرو اترو دوهم پړاو په ترکیه کې روان و.
فورم \ دبحث خونه