بایډن د وژل شویو کسانو کورنیو سره خواخوږي لپاره تکزاس ته ولاړ 

ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن نن یکشنه مۍ ۲۹ (غبرګولي اتمه) د تکزاس په ایالت کې په یو وسله وال برید کې د وژل شویو زده کوونکو کورنیو ته د تسلیت ویلو لپاره دغه ایالت ته ولاړ.

پولیس چارواکي وایي د تېرې سه شنبې په ورځ یو اتلس کلن هلک د تکزاس ایالت د یوالډن په سیمه کې ښوونځي ته ننوتلی، ۱۹ ماشوم زده کوونکي او دوه مشران یې وژلي دی. ده تر دغه برید مخکې یې خپله نیا هم په ډزو وژلې وه.

ولسمشر بایډن تېره ورځ د ډیلاویر ایالت په پوهنتون په خپلې وینا کې د امریکا د ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب په هکله وینا کې وویل : «مونږ غمیزه غیر قانوني کولای نشو خو امریکا خوندي کولای شو. مونږ بالاخره د خلکو او ماشومانو د ژوندانه د خوندیتوب لپاره هغه څه کولای شو چې باید یې وکړو.»

د سیمې اوسېدونکي تېره ورځ د وژل شویو کسانو په یاد راټول شول او د پېښې په مخنیوي کې یې د پولیسو په ورو غبرګون انتقاد وکړ.

یو لس کلن زده کوونکي، سامیول سالیناس، چې د برید په مهال یې ځان مړ اچولی، سیمه ایزو رسنیو ته ویلي دي چې بریدګر تر ډزو مخکې ووویل: «تاسو ټول به مړه کېږی».

د تکزاس ایالت پولیسو منلې ده چې د برید په مهال شاوخوا یو ساعت کې ۱۹ پولیس افسران د ښوونځي دهلیز ته ورسېدل خو هغې خونې ته داخل نشول چې بریدګر په کې و. چارواکي وايي پولیسو فکر کاوه چې بریدګر ټول خلک په کوټې کې دننه وژلي او دا «پرېکړه ناسمه» وه.

بریدګر، چې سلوادور راموس نومېده، د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.

ښاغلی بایډن څو ورځې مخکې یې له دغه برید وروسته یو ځل بیا په امریکا کې د «وسلو د قانون» سختولو وړاندیز وکړ.

ولسمشربایډن له دغې پېښې وروسته په سپینې ماڼۍ کې په یوې احساساتي وینا کې د دغې پېښې له قربانیانو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سربېره وویل: «زه رنځېدلی او ستړی یم. موږ باید اقدام وکړو».

هغه له امریکایانو څخه وغوښتل چې د وسلو د لابي او کمپاین په ضد ودریږي. په امریکا کې د قانون په اساس، هر واجد شرایط فرد کولای شي چې د ځان د دفاع لپاره وسله واخلي او وساتي.

د وسلو د دغه قانون منتقدین وايي چې همدغه کار د دا ډول بریدونو لپاره زمینه سازي کوي چې د دوی په خبره باید دا قانون او د وسلو اخیستلو شرایط سخت کړل شي.

هغه قانون جوړوونکي چې په امریکا کې د وسلو د خرڅلاو مخالف دي، د وسلو د کمپاین کوونکو او تولیدوونکو فابریکو له سخت مخالفت سره مخامخ دي، دوی وايي چې د امریکا اساسي قانون امریکايایانو دا حق ورکړی چې وسلې ولري.