د امریکا د متحدو ایالتونو لویې څارنوالې پام بانډي د شنبې په سهار د جنورۍ په ۳مه وویل، د وېنزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه میرمن، سیلیا فلورس، به په نیویارک کې جنایي تورونه ولګول شي او محاکمه به شي.
د پام بانډي دا څرګندونې وروسته له هغه کیږي چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې د امریکا د یو "پراخ" برید په ترڅ کې مادورو او د هغه میرمن نیول شوي دي.
پام بانډي د شنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "نیکولاس مادورو او د هغه میرمن، سیلیا فلورس، د نیویارک په جنوبي سیمه کې تورن شوي دي.
نیکولاس مادورو د مخدره توکو د ترهګرۍ د ترسره کولو، د کوکاینو د واردولو په دسیسې، د ماشیندار [وسلې] په لرلو او ویجاړونکو وسایلو د درلودلو، او د متحدو ایالتونو په وړاندې د ماشیندارو ټوپکو او ویجاړونکو وسایلو د درلودلو د دسیسې په تور تورن شوی دی"
پام بانډي زیاته کړه: "دوی به ډېر ژر د امریکا په خاوره او په امریکايي محکمو کې د امریکا د عدالت له بشپړ غضب سره مخ شي. زه د امریکا د عدلیې وزارت د ټولې څانګې په استازیتوب، غواړم د ولسمشر ټرمپ څخه د هغه د زړورتیا لپاره مننه وکړم چې د امریکا له خلکو په استازیتوب یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې، او زه زموږ د زړور پوځ څخه ډیره مننه کوم چې د دې دوو نړیوالو مخدره توکو قاچاق وړونکو د نیولو لپاره یې یو بیساری او ډیر بریالی ماموریت ترسره کړ."
ولسمشر ټرمپ مخکې د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د امریکا د پراخ برید وروسته مادورو او د هغه میرمن نیول شوي او له هیواده ایستل شوي دي.
ټرمپ د شنبې په سهار په تروت سوشیل کې په یوه پوسټ کې ولیکل: "د امریکا متحدو ایالتونو په بریالیتوب سره د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو د یو پراخ برید نه وروسته نیولی او له هیواده ایستل شوی دی."
دا عملیات چې د مادورو د نیولو لامل شول د میاشتو میاشتو د امریکا د پراخو پوځي جوړښتونو او په کارابین کې د ډیرو سمندري ځواکونو د ځای پر ځای کیدو وروسته ترسره شول.
امریکا د مخدره توکو د قاچاق وړونکو د شکمنو کښتیو په وړاندې لسګونه هوایي بریدونه هم کړي دي، چې د مخدره توکو څه باندې۱۱۰ قاچاق وړونکي یې وژلي دي.
د امریکا چارواکو ویلي چې د مادورو رژیم متحده ایالتونو ته د فینټانیل په شمول د مخدره توکو د لیږد اسانتیا برابروي، چې هر کال په سلګونو زره امریکایان وژني.
مادورو او د هغه څو نږدې متحدین په ۲۰۲۰ کال کې د امریکا په یوې محکمې کې د مخدره توکو د ترهګرۍ او د کوکاینو د واردولو د دسیسې په ګډون د فدرالي تورونو په تور تورن شول.
خو مادورو د مخدره توکو په قاچاق کې د هر ډول لاس لرلو څخه انکار کړی دی.
متحده ایالتونو د ۲۰۲۰ کال په پیل کې د مادورو د نیولو یا محکمیت په اړه د معلوماتو لپاره تر ۱۵ میلیون ډالرو پورې وړاندیز وکړ، چې د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې ۲۵ میلیون ډالرو ته لوړ شو.
د ټرمپ ادارې د ۲۰۲۵ کال د اګست په ۷ مه دغه وړاندیز ۵۰ میلیون ډالرو ته لوړ کړ.
د دسمبر په ۱۵ مه، ټرمپ یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې په رسمي ډول یې غیرقانوني فینټانیل او د دې مخدره موادو مخکیني کیمیاوي توکي د ډله ایزې وژنې د وسلې په توګه ونومول.
ولسمشر ټرمپ وویل چې غیرقانوني فینټانیل "د مخدره توکو په پرتله کیمیاوي وسلو ته نږدې دی."
ټرمپ د دې فرمان د اعلانولو پر مهال وویل:"تر هغه ځایه چې موږ پوهیږو، هر کال له ۲۰۰زره څخه تر ۳۰۰زره پورې خلک مړه کیږي، نو، موږ په رسمي ډول فینټانیل د ډله ایزې وژنې د وسلو په توګه طبقه بندي کوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د نومبر په ۱۶مه، اعلان وکړ چې د وینزویلا د مخدره توکو یو کارټل، (کارټل ډی لاس سولز) چې د دغه وزارت په وینا مشري یې مادورو کوي د بهرني ترهګریز سازمان په توګه نومولی دی.
دا اقدام د امریکا حکومت ته اجازه ورکوي چې پر هغه اضافي بندیزونه ولګوي.
مادورو له ۲۰۱۳ کال راهیسې د وینزویلا د پخواني ولسمشر هوګو چاویز له مړینې وروسته په واک کې دی.
مادورو د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو وروسته د بریا ادعا وکړه، خو متحدو ایالتونو دا ادعا رد کړه او د اپوزیسیون سیاستوال اډمونډو ګونزالیز یې د ګټونکي په توګه په رسمیت وپیژندو.