سنټکام: د هرمز تنګی له ایراني ماینونو پاک شوی او پرانیستی دی

د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قوماندانۍ ( سنټکام) اعلان کړی چې په منځني ختیځ کې میشتو امریکایي ځواکونو د هرمز له تنګي ټول هغه ماینونه په "بریالۍ توګه" پاک کړي چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب قول اردو څو میاشتې وړاندې هلته خښ کړي و.

د مرکزي قوماندانۍ قوماندان، امیر البحر براډ کوپر پنجشنبه اګست ۲۷ د واشنګټن پر وخت د شپې ناوخته په یو ویډیویي پیغام کې چې دې قوماندانۍ د اکس په حساب کې خپور کړی ویلي چې د اوبو له دې نړیوال چاینل څخه ماینونه پاک شوي او د هرمز تنګی پرانیستی دی.

کوپر د امریکایي ځواکونو دا کړنه "ستره تاریخي شیبه" وبلله او زیاته یې کړه چې د اوبو دا نړیواله لار د ایران د سمندري ماینونو څخه پاکه ده.

ښاغلي کوپر د تنګي پرانیستل کیدو اعلان سربیره ویلي چې په منځني ختیځ کې میشتو شاوخوا ۵۰ زرو سرتیرو د ایران سمندري محاصره پداسې حال کې جارې ساتلي چې د نورو نړیوالو سوداګریزو کښتیو په تګ راتګ کې یې مرسته کړې.

د متحده ایالاتو الوتکې وړونکه کښتۍ د هرمز په تنګي کې د تیریدو په حال کې ده.

دې جګپوړي امریکایي نظامي چارواکي ویلي چې د ماینونو پاکولو لپاره د بحري ځواکونو غوټه وهونکو، د بحري ځواک ځانګړو ځواکونو ( نیوي سیل) او د متحده ایالاتو د پوځ، بحري ځواکونو، هوایي ځواکونو او سمندري ځواکونو هوایي قطعو په خورا "احتیاط او پټه" په ګډه کار وکړ.

د مرکزي قومانداني مشر ومنله چې د امریکایي ځواکونو لپاره دا ماموریت نه یوازې "ستونزمن بلکې خطرناک" هم و. هغه دا هم وویل چې د تیرې جولای میاشتې نیمایي راهیسې چې امریکایي ځواکونو سمندري محاصره پیل کړې، ایران هیڅ تیل د هرمز تنګي له لارې ندي صادر کړي.

کوپر زیاته کړه چې د امریکایي ځواکونو د اجازې پرته هیڅ کښتۍ د ایران بندر ته ننوتې نده او نه ترې وتلې خو دا یې ومنله چې یوازې د بشري شرایطو له مخې یې ځینو کښتیو ته اجازه ورکړې.

دا مطلب هم ولولئ

امریکا: د هرمز په تنګي 'بشپړ کنټرول' لرو او د لسګونو کښتیو لاره مو بدله کړې

براډ کوپر دا یو "پیچلی ماموریت" وباله او وې ویل چې زرګونه امریکایي سرتیري پکې د شلو څخه ډیرو جنګي کښتیو او سلګونه الوتکو څخه کار اخلي.

د مرکزي قوماندانۍ مشر اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونو پدې تیرو څو میاشتو کې د څه پاسه ۱۵ سوه کښتیو سره د هرمز له تنګي په تیریدو کې مرسته کړې چې د ۷۵۰ ملیون بیلرو څخه ډیر تیل پکې بار و.

براډ کوپر همدارنګه وویل چې تازه یې په منځني ختیځ کې د میشتو امریکایي ځواکونو سره کتلي او د دې ماموریت له کبله یې د هغوي ستاینه کړې او زیاته یې کړه چې امریکایي ځواکونه د برید لپاره هره شیبه چمتو دي.