د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ایران باندې د متحدو ایالتونو د پوځي عملیاتو په اړه په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي چې له برید پرته یې بله چاره نه لرله.
ښاغلي ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اګست۲۰) د WABC 77 راډیو سره په یوې مرکې کې ویلي چې ایران په پوځي لحاظ له پښو غورځول شوی او یو څو میزایلونه ورپاتي دي.
ولسمشر ټرمپ وویل: «موږ بله چاره نه لرله او که اړتیا یې وای، ما به ۱۰۰ ځلې نور هم دا کړي وای. هغوي اتومي وسلې نه شي لرلای او نه به یې ولرلای شي. ساده خبره ده ایران اتومي وسله نه شي لرلای.»
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه چې چې په دغو عملیاتو کې د ایران «سمندري ځواک، هوايي ځواک او مشرتابه یې له منځه تللي» او هېڅوک نه پوهېږي چې اوس یې مشري څوک کوي.
متحدو ایالتونو څو میاشتې مخکې په ایران باندې پوځي عملیات پيل کړل چې اتومي وسلې ترلاسه نه کړي.
څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ وویل چې هیچا تر دې دمه د ایران اسلامي جمهوریت ته د هوکړې لپاره دومره «ستر فرصت» نه دی ورکړی لکه ده چې ورکړی خو زیاتوي چې هغوي ددې فرصت څخه په ګټې اخیستو کې ناکام شول.
ښاغلي ټرمپ د ټروت سوشل په شبکې کې د ایران پر ضد د «تر ټولو ځپونکو اقتصادي عملیاتو » پیل کیدو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې دا اقدامات په «په بې ساري کچه اقتصادي جګړه او منزویتوب» دی.
په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال جي ډي ونس په ایران باندې اقتصادي فشار د متحدو ایالتونو د «نهايي هدف د ترلاسه کولو لپاره» یوه غوره وسیله وبلله.
هغه وویل: «اوس په یوې نوې مرحلې کې یو او تر ټولو اغیزناکه وسیله چې لرو، اقتصادي فشار دی... هغه به روان وساتو، فکر کوم دا غوره لاره ده چې بالاخره خپل نهايي هدف ترلاسه کړو.»
ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که هر هېواد خپلو شرکتونو، بنسټونو، هوايي میدانونو او موسسو ته اجازه ورکړي چې له ایران سره مرسته وکړي، «له سختو اقتصادي عواقبو سره به» مخامخ شي.
د متحدو ایالتونو د مالیې وزیرسکات بسینت په دې اړه وړویل: «اوس یې وخت دي چې زموږ متحدین او د نړۍ ټول هېوادونه پرېکړه وکړي- او موږ به د دغه قاتل رژیم اقتصاد له منځه یوسو- دا کار به د هغوی د نیابتي ډلو له لارې د واک کارولو توان محدود کړي.»
ښاغلي بسنت ویلي دي چې په ایران باندې به د اقتصادي فشارونو جزیات د دوشنبې په ورځ اعلانوي.
د ایران د پارلمان مشر محمد باقر قالیباف او ستر مرکچي په ایران باندې د امریکا اقتصادي فشارونه «نا عادلانه» بللي او ویلي دي چې هېواد یې باید د دغو فشارونو په مقابل کې پلانونه جوړ کړي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) ویاند ټیم هاوکینز د یوې پوښتنې په ځواب کې امریکا غږ ته وویل: «د امریکا پوځي ځواکونه د هرمز تنګي کې د تېرېدونکو سوداګریزو کښتیو سره مرستې ته دوام ورکوي. څو لارې د سوداګریزو کښتیو د تګ راتګ لپاره ازادې او پرانیستې پاتې دي.»
هاوکینز زیاته کړه چې امریکایي ځواکونه د هرمز په تنګي کې د کښتیو د لارو د پراخولو لپاره د ماینونو پاکولو عملیات ته دوام ورکوي.
فورم \ دبحث خونه