په اسرائیل کې د چین سفیر په خپل کور کې مړ موندل شوی

سفیر دو وې په خپل کور کې مړ موندل شوی

په اسرائیل کې چارواکي وايي د هغه هېواد لپاره د چین سفیر په خپل کور کې مړ شوی دی.

د اسرئیل د پولیسو یو ویاند د یکشنبې په ورځ مۍ۱۷(غويي۲۸) وویل چې سفیر دو وي په تل ابیب کې په خپل کور کې مړ موندل شوی دی.

ویاند د سفیر د مرګ د علت په اړه معلومات ورنکړل.

دو وي چې ۵۷کلن و د ۲۰۱۹ د فبروري په میاشت کې په اسرائیل کې د چین د سفیر په توګه دنده پیل کړه.

د پولیسو ویاند وویل چې یو شمېر پولیس سیمې ته استول شوي چې د پېښې په اړه نور معلومات او حقایق ترلاسه کړي.

د اسرائیل د ۱۲تلویزون چاینل د یو چارواکي له قوله لیکلي‌ دي چې د چین سفیر دو وي د خوب په بستر کې په طبیعي‌ پېښې مړ شوی دی.