د روغتیا په نړیواله ورځ د افغان ښځو د روغتیايي خدمتونو پر محدودیت اندېښنه ښودل شوې

د اپریل اومه د صحت نړیواله ورځ په داسې حال کې په ټوله نړۍ کې نمانځل کیږي صحي خدماتو ته د افغان میرمنو او نجونو د لاسرسي په اړه ژورې اندیښنې موجودې دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنیټ نن سه شنبې د صحت د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله ایکس کې لیکلي دي چې صحي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې جدي خنډونه شته.

بینټ لیکلي دي چې میرمنې لا هم د تعصب څخه د ډکو سیاستونو، د ښځینه کارکوونکو د کموالي او نورو محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

نوموړي لیکلي:" په تګ راتګ، تعلیم، د صحي برخې په ښځینه کارکوونکو محدودیتونه، صحي سیستم کمزوری کوي او د مخنیوي وړ مشکلاتو او د مړینو لامل کیږي."

ریچارډ بینټ زیاته کړه چې د نړیوالو قوانینو له مخې صحت ته د لاسرسي په برخه کې د افغانستان ژمنې لا هم د اجرا وړ دي.

نوموړي په داسې حال کې دغه څرګندونې کړې دي چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو تر رسیدو وروسته، نجونې او میرمنې له شپږم ټولګي پورته زده کړو او عالي تحصیلاتو څخه محرومې شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په خپل وروستي راپور کې چې د فبروري په ۲۳ نیټه خپور شو ویلي د طالبانو حکومت د افغانانو پر حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو پر حقونو، پراخ او سیستماتیک بریدونه کړي دي.

په راپور کې ویل شوي چې ښځي او نجونې د جنسیت پر بنسټ د ځپنې له داسې تبعیض سره مخ شوي دي چې د ژوند په ټولو برخو کې یې احساسیږي.

په راپور کې ویل شوي: «په افغانستان کې روغتیا او د روغتیا پایلې، د ډیر پخوا راهیسې د ژورو جوړښتي ستونزو تر اغیزې لاندې دي چې پکې د جګړو څو لسیزې، کمزورې بنسټیزې اسانتیاوې، دوامداره کمه پانګوونه، اداري فساد، او پر بهرنۍ مرسته تکیه شامله ده.»

تر دې مخکې د بشري حقونو د څار سازمان (HRW) ویلي وو چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړیوالو د مرستو کموالي او د ښځو او نجونو له حقونو څخه د طالبانو د جدي سرغړونو له امله د میلیونونو افغانانو روغتیا له خطر سره مخ شوېده.

دغه سازمان څرګنده کړې په افغانستان کې سخت روغتیايي بحران افغانان په زیاتېدونکي ډول د خوار ځواکۍ او نورو ناروغیو په وړاندې کمزورې او اسیب پذیر کړي دي.

د اپریل اوومه د روغتیا د نړیوال سازمان د رامنځ ته کیدو کلیزه ده، دغه سازمان په ۱۹۴۸ رامنځ ته شو. د ۲۰۲۶ کال لپاره ددغه سازمان شعار (یوځای د روغتیا لپاره) دی.