د لاس رسي وړ اتصالات

نری رنځ په افغانستان کې جدي روغتیایي ګواښ دی- د روغتیا نړیوال سازمان

د روغتیا نړیوال سازمان د نري رنځ (توبرکلوز) د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې دا ناروغي لا هم په افغانستان کې د عامې روغتیا له “تر ټولو جدي ګواښونو” څخه ګڼل کېږي.

د دې سازمان په وینا هر کال په افغانستان کې د نري رنځ (سل) زرګونه نوې پېښې ثبتېږي، چې دا د روغتیا په برخه کې د دوامدارو اندېښنو ښکارندویي کوي.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې په افغانستان کې د نري رنځ د اخته کېدو کچه په هر ۱۰۰ زره کسانو کې شاوخوا ۲،۳ پېښې اټکل شوې ده.

دا شمېرې ښيي چې نری رنځ لا هم د افغانستان د روغتیايي نظام لپاره یوه جدي ننګونه ده.

د روغتیا نړیوال سازمان د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۲۴مه)، د نري رنځ د نړیوالې ورځې په مناسبت، د “وختي تشخیص د پراخولو لپاره د جدي ګډ اقدام” غوښتنه کړې او درملنې ته د لاسرسي د ښه والي او دا ډاډ ترلاسه کولو په اړه یې ټینګار کړی چې هېڅوک له پامه ونه غورځول شي.

دغه سازمان دا هم منلې چې په افغانستان کې ښځې او ماشومان، د هغو کسانو له ډلې دي چې تر ټولو زیات د نري رنځ له امله زیانمن شوي او اکثره پېښې لا هم بې له تشخیصه پاتې کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان او د نري رنځ متخصص ډاکټران تل ټینګار کوي چې که د دې ناروغۍ نښې او علایم موجود وي، په ځانګړي ډول “دوامداره ټوخی له ۲ تر ۳ اونیو زیات” چې له تبې او د وزن له کمېدو سره مل وي، باید ژر تر ژره ډاکټر ته مراجعه وشي.

د نري رنځ نښې او علایم

د طب متخصصین وایي چې دوامداره ټوخی (له ۲ تر ۳ اونیو زیات)، سپکه تبه (په ځانګړي ډول ماښام یا شپه)، د شپې له خوا خولې، بې دلیله د وزن کمېدل، بې اشتهايي، د کمزورۍ او ستړیا احساس د نري رنځ له عامو نښو څخه دي.

دغه نښې او علایم د تنفسي نري رنځ او یا د دې ناروغۍ د نورو ډولونو څخه توپیر کولی شي.

لاملونه او عوامل

روغتیايي کارپوهان ټینګار کوي چې بېلابېل عوامل لکه بیوزلي، د روغتیايي اسانتیاوو کمښت، درملنې ته محدود لاسرسی، د خلکو د پوهاوي ټیټه کچه، د ناروغۍ د نښو له پامه غورځول او په ډېرو مواردو کې نیمګړې درملنه، د دې ناروغۍ په خپرېدو کې ونډه لري.

د نري رنځ متخصصین اندېښنه ښيي چې په لرو پرتو سیمو کې ډېر ناروغان پر وخت نه تشخیص کېږي، یا یې درملنه نیمګړې وي، او یا هېڅ درملنه نه ترلاسه کوي، چې دا د دې ناروغۍ د لېږد مهم لامل دی.

مخنیوی او وقایه

د روغتیا نړیوال سازمان د “وختي تشخیص” پر اهمیت ټینګار کړی او له کورنیو غواړي چې که د نري رنځ نښې په ځانګړي ډول په ښځو او ماشومانو کې ولیدل شي، نو پرته له ځنډه دې متخصص ډاکټر ته مراجعه وکړي.

دغه بنسټ خبرداری ورکوي چې که په یو کس کې د نري رنځ نښې ښکاره شي، یا هغه له یو ناروغ سره په تماس کې وي، او یا د لوړ خطر ډلې (لکه کمزوري معافیت لرونکي کسان، خوارځواکي، او ماشومان) کې شامل وي، باید تر ټولو نږدې روغتیايي مرکز ته ولاړ شي.

د روغتیا نړیوال سازمان استازي او په افغانستان کې د دې ادارې د پلاوي مشر، اډوین سنیزا سالوادور، د ایکس په ټولنیزې شبکې کې ټینګار کړی چې دا ناروغي د مخنیوي وړ ده او “د نري رنځ پای ته رسول نه یوازې یو ارمان، بلکې یو ترلاسه کېدونکی هدف دی.”

درملنه

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې په ټول افغانستان کې د دې ناروغۍ تشخیص او درملنه وړیا ده.

د نري رنځ متخصصین بیا بیا ټینګار کوي چې “د نري رنځ او یا بلې هرې ناروغۍ درملنه باید بشپړه شي؛ که درمل په ټاکلي مقدار او ټاکلي وخت ونه کارول شي، د درملو پر وړاندې مقاومت رامنځته کېږي، نښې په ناروغ کې پاتې کېږي او په ډېرو مواردو کې د ناروغ د مړینې لامل ګرځي.”

په ورته وخت کې، نړیوالو بنسټونو ټینګار کړی چې د نري رنځ پر وړاندې اغېزناکه مبارزه د حکومت، نړیوالو سازمانونو او ټولنې نږدې همکارۍ ته اړتیا لري.

دوی خبرداری ورکوي که جدي پاملرنه ونه شي، دا ناروغي به لا هم په افغانستان کې د زرګونو خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG