په ایران کې کروناویروس ۱۱۳ تنه نور هم مړه کړل

کرونا ایران کې تر دې دمه څه باندې ۷۲۰ تنه مړه کړي

په ایران کې د روغتیا چارواکي وايي چې په تېرو شاوخوا ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس شاوخوا ۱۱۳ نور کسان هم مړه کړي دي.

د دغو کسانو په مړینې سره په ایران کې د کروناویروس له کبله د مړو شمېر تر دې دمه ۷۲۴ ته ورسېده او ۱۳۹۳۸ نور پرې اخته دي.

ایراني چارواکي‌ وايي‌چې د کروناویروس له کبله یې ښايي په روغتیايي تاسیساتو فشار زیات شي، په داسې حال کې چې ایران وار د مخه له یو لړ اقتصادي بندیزونو سره هم مخامخ دی.

په ایران کې د کرونا ویروس سره د مبارزې مسول علي رضا زالي ویلي دي که د کروناویروس همداسې په چټکۍ په خپرېدو وي، د ایران روغتیايي مرکزونه په دغه ویروس د اخته کسانو لپاره د درملنې کافي ظرفیت نلري.

راپورونه وايي چې د ایران روغتونونه د ۱۱۰ زره ناروغانو لپاره بسترونه لري، د دغو بسترونو شاخوا ۳۰زره یې په تهران کې دي. چارواکي وايي که اړتیا شوه، سیار کلینیکونه به جوړوي. ښاغلي زالي وویل که چې د کروناویروس له کبله اکثریت مړه شوي کسان په سټه روغ وو.

ایراني چارواکي داسې مهال دا څرګندونې کوي ډاکټران وايي د کروناویروس تر ډېره مسنو خلکو ته زیانمن دی. د ایراني چارواکو رسمي شمېرې ښيي‌ چې د کروناویروس له کبله ۱۵ فیصده مړه شوي کسان تر ۴۰ کم عمرونه لرل.

د کروناویروس په لومړي ځل تېرکال د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو او دا مهال د نړۍ په ۱۳۹ هېوادونو کې په دغه ویروس انسانان اخته شوي دي.

د کرونا له کبله په نړۍ کې تر دې دمه ۵۷۶۲ کسان مړه شوي او ۱۵۵زره نور پرې اخته دي.