د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس ایران کې ۱۰ افغان کډوال مړه کړي


په ایران کې مړه شوي افغان کډوال همالته خښ کړل شوي
په ایران کې مړه شوي افغان کډوال همالته خښ کړل شوي

د افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې په ایران کې ۱۰ افغان کډوال د کروناویروس له امله مړه شوي دي.

د مهاجرینو او راستنېدوکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د یکشنبې په ورځ مارچ ۱۵ (کب ۲۵) د ولسي جرګې په استماعیه غونډه کې وویل ایران د کروناویروس له امله مړه شوي کسان په قرنطین کې خاورو ته سپاري.

هغه زیاته کړه: "د اکثرو په اړه یې خبر او اطلاع رسونه نه کېږي، موږ تر اوسه هغه کسان تشخیص کړي دي چې مشخصاً شاوخوا ۱۰ تنه دي او کرونا ویروس په ایران کې مړه کړي دي".

ښاغلي بلخي وویل چې تر اوسه په ایران کې په کروناویروس د اخته‌ افغان کډوالو کره شمېره معلومه نه ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې په افغانستان کې په کروناویروس د اخته‌ کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت ویاند وحید مایار وویل چې دا ناروغان ټول له ایران څخه راغلي دي.

په ایران کې د کروناویروس په زیاتېدو سره افغانستان ته د کډوالو بېرته راستنېدل هم زیات شوي دي.

افغانستان د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر وویل چې هره ورځ تر ۱۵زره افغانان د کرونا په ویروس د اخته کېدو له ویرې له ایران څخه خپل هېواد ته راستنېږي.

د دغه وزارت د شمېرو په اساس دا مهال په ایران کې ۲.۵ میلیونه افغانان ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG