د هند د ښځو د کرکټ لوبډلې د اسیا جام سیالیو اتلولي وګټله، خو د اسیا د شورا د مشر محسن نقوي څخه یې د اتلولۍ جام ترلاسه نه کړ.
محسن نقوي، چې د پاکستان د کرکټ بورډ مشر او د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر هم دی، دا مهال د اسیا د کرکټ د شورا دوره يي مشري په غاړه لري.
دود دا دی چې د اسیا جام سیالیو اتلې لوبډلې ته به د دغې شورا مشر ګټلی جام ورکوي، خو د هند د کرکټ د ښځو لوبډلې له دې کار څخه انکار وکړ او له همدې کبله د جام د ورکولو مراسم د لنډ د لنډې مودې لپاره وځنډول شول.
د هند د ښځو د کرکټ لوبډلې روزونکی امول موزمدار رسنیو ته وویل چې دا پرېکړه د هند د کرکټ ادارې کړی او هغوی یې درناوی کوي.
د رویټرز خبري اژانس د هغه له خولې لیکلي دي: «زموږ لپاره دا سیالۍ ختمې شوې. موږ اتلان یو. دا کفایت کوي. موږ متحد یو. زه په دغې لوبډلې کې په هر لوبغاړي او کارکوونکي ویاړم.»
رویټرز وايي چې د اسیا د کرکټ د شورا څخه يې په دې اړه معلومات غوښتي، خو هغوی تر دې دمه کومه تبصره نه ده کړې.
دا لومړی ځل نه دی چې د هند د کرکټ لوبډله له پاکستاني مقام څخه د اتلولۍ جام نه ترلاسه کوي، تېرکال د سپتمبر په میاشت کې د هند د نارینه لوبډلې هم پاکستان ته له ماتې وروکولو ورسته انکار وکړ چې د محسن نقوي له لاس څخه ګټلی جام واخلي.
د ښځو د اسیا د کرکټ سیالۍ په متحدو عربو اماراتو کې وشوې، چې اته لوبډلې په کې وې. هند په دغو سیالیو کې د پاکستان لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د پاکستان او هند ترمنځ روابط څو کاله مخکې له هغه وروسته لا پسې خراب شول، چې دواړو هېوادونو په یو بل باندې بریدونه وکړل.