ټاکل شوېده د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د یکشنبې په ورځ (سپټمبر ۱۳ ) د هند د ملي لوبډلي په وړاندې خپله لومړۍ شل اوره لوبه ترسره کړي.
د دریو شل اوریزو لوبو دا لړۍ د افغانستان د کرکټ بورد په کورتوب د هند په پلازمینه نوې ډلي کې ترسره کیږي.
د افغانستان د ملي لوبډلي د شل اوریزو لوبو کپټان ابراهیم ځدراڼ د شنبې په ورځ (سپټمبر ۱۲) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د افغان لوبغاړي ددغو لوبو لپاره پوره چمتوالی لري.
نوموړي وویل:"موږ دلته په هند کې کافي لوبې کړي دي. موږ له اب و هوا سره بلد یو، پوهیږو چې څنګه لوبه وکړو، څنګه ځانونه عیار کړو. موږ دلته د هند په وړاندې سریزونه لوبولي دي. موږ نړیوال شل اوریز جام لوبولی دی. ویلی شم موږ پنځوس ارویز جام لوبولی."
د هند د ملي لوبډلي کپټان شیریاس هم د شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل چې افغانستان یوه ښه لوبدله لري خو هغوی ددې لوبو لپاره چمتوالی لري.
افغان لوبډله د څو ورځو راهیسې په نوې ډهلي کې ددغو لوبو لپاره د لا ښه چمتوالي په هدف په تمرینونو بوخته ده.
د افغانستان کرکټ بورډ ددغو دریو لوبو لپاره د پنځلسو لوبغاړو یوه لوبډله اعلان کړې ده چې پکې ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، صدیق الله اتل، درویش رسولي، عظمت الله عمرزی، ګلبدین نائب، نور رحمان، محمد نبي، راشد خان، ننګیال خروټی، محب الرحمن، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او عبدالله احمدزی شامل دي.
پر دې سربیره شاهد الله کمال، فرید احمد ملک او عجاز احمدزی د احتیاطي لوبغاړو په توګه اخیستل شوي دي.
فورم \ دبحث خونه