د ۲۰۱۹ کال د نړیوال کپ سیالیو د لوبډلو او لوبغاړو پوره نوملړ

د ۲۰۱۹ کال د نړیوال کپ سیالیو د لوبډلو مشران

د ۲۰۱۹م کال د نړیوال کپ سیالیو ته ټولو لسو هېوادونو د خپلو لوبغاړو نومونه خپاره کړل.

وروستۍ لوبډله ویسټ انډیز وه چې د چهارشنبې په ورځ یې (اپریل۲۴) د خپلې لوبډلې سکواډ یا د لوبغاړو د نومونو لست خپور کړ.

دلته په ترتیب سره د ټولو هېوادونو د لوبغاړو نومونه شته چې افغانستان یې په سر کې دی. دا لوبې د مۍ په ۳۰ په انګلنډ او ویلز کې پیلیږي.

افغانستان:

ګلبدین نایب (کپتان) محمد شهزاد (ویکټ ساتونکی) نور علي ځدراڼ، حضرت الله ځاځی، رحمت شاه، اصغر افغان، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدراڼ، سمیع الله شینواری، محمد نبي، راشد خان (معاون کپتان)، دولت ځدراڼ، افتاب علم، حمید حسن او مجیب الرحمن

آسټرالیا:

ارون فېنچ (کپتان) ډیویډ وارنر، عثمان خواجه، ستېف سمیت، شان مارش، الېکس کارې، مارکوز ستوېنیز، ګلېن مکسوېل، مېچل سټارک، ریچارډسن، پاټ کامېنز، جېسن بېهرېندورف، نتن کولترنېل، ادم زامپا، نتن لېن

انګلنډ:

این مورګن (کپتان) معین علي، جاني بېرسټو، جاس بټلر، ټام کوران، جوې ډینلي، الېکۍ هالېز، لیام پلنکېټ، عادل راشد، جوې روټ، جېسن راې، بېن سټاکز، ډیویډ ویلې، کرېس وکویس او مارک ووډ

بنګله دېش:

مشرفي مرتضی (کپتان)، تمیم اقبال، لېتن داس، سومایا سرکار، مشفیق الرحیم (ویکټ ساتونکی) محمد الله، شیکب الحسن، محمد مېتان، صابر رحمن، مصدق حسین، محمد سیف الدین، مهدي حسن میرزا، رب الحسن مستفیظ الرحمن او ابو جاوید

هند:

ویرات کوهلي (کپتان) روهېت شرما، شېکر داوان، کاول راهول، ویجې شنکر، مهندر سنګ ډوني(ویکټ ساتونکی)، کېدر جادوف، دېنېش کارتېک، یازوېندرا چاهال، کلديپ یادوف، بووېنېشور کمار، جاسپرېت بومرا، هادریک پانډاې، روېندرا جدېجه او محمد شامي

نیوزلنډ:

کان ویلیمسن (کپتان)، راز ټایلر، ټوم لاتم، ټام بلنډل، مېچل سنتنر، کولېن ډي ګرانډهومي، لاکي فورګېسن، ټیم سوتي، ټرینټ بولټ، کولېن مونرو، اش سودهي، هېنرې نېکولس، مارتن ګاپتل، ماټ هېنرې او جیمې نېشهام

پاکستان:

سرافراز احمد (کپتان-ویکټ ساتونکی)، عابد علي، بابر اعظم، فهیم اشرف، فخر الزمان، حارث سهیل، حسن علي، عماد وسیم، امام الحق، جنېد خان، محمد حفیظ، محمد حسنین، شاداب خان، شاهین اپریدی او شعیب ملک

جنوبي افریقا:

فف دوپلېسي (کپتان) اېدن مارکرام، کوینټن ډي کاک، هاشم امله، راسې وان دیر دوسېن، ډیویډ مېلر، انډېل فیهلکوایو، جي پي ډامني، ډوایني پریتوریس، ډېل سټېن، کاکیسو رابادا، لانګي نیګدي، انرېچ نورتجي، عمران طاهر او تبریز شمسي

سرېلانکا

ديمیت کارونارتنې (کپتان) اوېشکا فرنانډو، لاهورو تېرېماني، کوسال پېرېرا، کوسال مندېس، انجیلو متیوس، دننجایا دي سیلوا، جېفري واندریسې، تېسېرا پېرېرا، اېزورو اودانا، لاسیت ملېنګا، سورنګا لکمل، نیوان پرادیپ، جېوان مندیس او ملېندا سېرېواردانان

ویسټ انډیز

جېسن هولډر (کپتان) ګرېس ګېل، اندرې رسل، شېلډن کوترېل، شاېنن ګېبرېل، کېمار روچ، نېکولاس پوران، اشلي نېرس، فابیان الېن، شېمرون هېتمایر، شاهی هوپ، اشانې توماس، کارلوس برایتواېت، ډارېن براوو او ايوېن ليوس