بلینکن: دپلوماسي د اوکراین او روسیې د کړکیچ ختمولو غوره لاره ده 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ غوره حل لاره دپلوماتیک حل دی او هیله لري‌ چې په راتلونکو څو ورځو کې په دې اړه له خپلو بریتانوي،‌ جرمني او فرانسوي سیالانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي بلینکن نن چهارشنبه فبروري نهمه (سلواغه۲۰) استرالیا ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل: «تاسو ټول پوهېږئ چې موږ دوه ډوله ستراتیژي غوره کړې ده: له یوې خوا د دپلوماسۍ لار تعقیبوو چې غوره او مسئولیت پذیره لار ده او په ورته وخت کې مو قوي‌ ممانعت ایجاد کړی دی چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل مخه ونیول شي.»

د دغه کړکیچ د هواري لپاره دپلوماتیکې هلې ځلې روانې دي او‌ په همدې حال کې ټاکل شوې چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیره لېز تروس مسکو ته ولاړه شي. هغې ویلي دي‌ چې خپل سیال سرګي لاوروف ته به په ښکاره ووايي چې « په یو بل مستقل دولت باندې به د روسیې یرغل ټولو دخیلو غاړو ته لوی عواقب ولري».

هغې وویل: «روسیه یو انتخاب لري. موږ یې ډېره هڅوو چې تعامل وکړي، کړکیچ کم کړي او د دپلوماسۍ لاره غوره کړي.»

د بریتانیا صدر اعظم بوریس چانسن تېره ورځ پولنډ ته ولاړ او هلته یې له مشرانو او مېشتو بریتانوي سرتېرو سره وکتل او بیا بروکسل ته روان شو چې د ناټو له مشر ینس سټولتنبرګ سره وویني.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمترو کولیبو نن خبریالانو ته وویل چې د لویدیځ هلې ځلې اغیز لري. هغه وویل: «وضعیت جدي خو تر کنترول لاندې دی. دپلوماسي روانه ده چې کړکیچ کم کړي.»

په همدې حال کې د کاتولیک عیسویانو مشر پاپ فرانسیس په خپلو اوونیزو عباداتي مراسمو کې د روسیې، فرانسې، جرمني او اوکراین ترمنځ خبرو ته په اشارې دوعا وکړه چې مسائیل د خبرو له لارې حل شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون وویل چې ښايي حل څو میاشتې ونیسي. نوموړي تېره ورځ د اوکراین له جمهور رئیس ولادمیر زیلنسکي سره تر خبرو ورسته وویل چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د کړکیچ د کمیدو لپاره د ډېرو مذاکراتو فرصت موجود دی.

ښاغلي مکرون وویل:‌ "د راتلونکو اوونیو او میاشتو لپاره زموږ هیله دا ده چې حالت باثباته شي چې وکړای شو په دوامدار شکل د تاوتریخوالي د کمېدو په هدف د نویو میکانیزمونو او تضمینونو له لارې تعامل وکړو."

روسیې د اوکراین سره په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر دیره کړې دي او لویدیځ فکر کوي چې دا کار په اوکراین باندې د روسیې یرغل ته لاره هواروي، خو مسکو وايي داسې کوم پلان نلري.