د لاس رسي وړ اتصالات

آیا مکرون کولی شي د اوکراین په سر د غرب او مسکو جنجال ختم کړي؟


د روسیې او فرانسې مشرانو په کرملین کې څه باندې ۵ ساعته مجلس درلود.
د روسیې او فرانسې مشرانو په کرملین کې څه باندې ۵ ساعته مجلس درلود.

په داسې حال کې چې امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې په اوکراین د مسکو یرغل ښایي هره ورځ پېښ شي، د فرانسې جمهور رئیس ایمانیول مکرون روسیې ته تللی چې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین او لویدیځو هیوادونو تر منځ پیدا شوي جنجال ته د حل لار پيدا کړي.

دواړو مشرانو په کرملین کې دوشنبه فبروري ۷ (سلوغلې۱۸) څه باندې پنځه ساعته خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د مسکو او غرب تر منځ د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره چې د سړې جګړې د پای ته رسیدو راهیسې ساری نلري، د حل لارې چارې پیدا کیدی شي.

د روسیې جمهور رئیس په ګډ خبري کنفرانس کې څو ځله د فرانسې د جمهور رئیس څخه مسکو ته د ورتګ په خاطر مننه وکړه او په خپلو خبرو کې یې وویل چې ښاغلي مکرون د کړکیچ د حل لپاره ډیرې نظریې ورکړي چې په مطالعې ارزي.

ولادمیر پوتین وویل، "د هغه (فرانسې د جمهور رئیس) څو نظریې او وړاندیزونه د نورو ګامونو لپاره ممکنه اساسات دي. مونږ به د داسې جوړ جاړيو د پیدا کولو لپاره، چې ټولو ته مناسب وي، د ټولو امکاناتو څخه کار واخلو".

د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د فرانسې د جمهورر ئیس ایمانیول مکرون د وړاندیزونو او نظریو په هکله نور جزیات ورنکړل خو دومره یې وویل چې د اوکراین د جمهور رئیس ولادمیر زلینسکي سره د ښاغلي مکرون د ملاقات نه وروسته چې د سه شنبې په ورځ کیږي، بیا به په ټیلیفون کې د فرانسې د مشر سره خبرې وکړي.

په همدې حال کې د فرانسې جمهور رئیس وایي د لویدیځ او روسیې اندیښنو ته د ځواب ویلو لپاره یې کره وړاندیزونه کړي. هغه وویل، " جمهور رئیس پوتین ډاډ راکړ چې تعامل ته چمتو دی. که روسیه خوندي نه وي، د اروپایانو لپاره هم هیڅ خوندیتوب نشته".

د فرانسې جمهور رئیس پداسې حال کې مسکو ته د کړکیچ د پای ته رسولو لپاره تللی چې روسې د اوکراین سره په ګډې پولې لسګونه زره سرتیري او نظامي وسایل ځای په ځای کړي او دا اندیښنې یې پیدا کړي، چې ښایي په خپل ګاونډي هیواد چې د لویدیځ پلوي کوي، یرغل وکړي.

دغه کړکیچ تیر کال د ډسمبر راپدیخوا پیل شوي او د فرانسې جمهور رئیس د لویدیځو هیوادونو لومړنی جګپوړي چارواکی دي چې مسکو ته سفر کوي.

XS
SM
MD
LG