پر زېږنتون برید؛ بې پولې ډاکټرانو دشت برچي کې څانګه وتړله

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې دغه برید کې ۱۶ کسان وژل شوي دي

د بي پولې ډاکټرانو ټولنه وايي چې د کابل ښار په دشت برچې کې په زېږنتون باندې د وسله والو له برید وروسته یې اوس هلته خپل فعالیتونه ختم کړل.

دغې ټولنې د دوشنبې په ورځ جون ۱۶( غبرګولي ۲۷) په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "دا پرېکړه له هغې وروسته وشوه چې د بریدګرو او د برید د انګېزې په اړه هیڅ ډول مالومات ترلاسه شوي ندي؛ د دې برید لومړنۍ موخې میندې، ماشومان او روغتیایي کارکوونکي وو او دا شان بریدونه ښایي په راتلونکې کې هم وشي."

دغه ټولنه وايي‌ چې د مۍ۱۲ د وسله والو په برید کې ۱۶ کسان "په سیستماتیک ډول وژل شوي" چې ښځې او ماشومان هم په کې دي.

افغان حکومت ددغه برید پړه پر طالبانو واچوله، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د هغوی معلومات ښيي دا برید د داعش ډلې کړی دی.

د بي پولې ډاکټرانو ټولنه وايي: "په داسې حال کې چې نه پوهیږو د برید مسوول څوک دی، خو پوهیږو چې زېږنتون په مستقیمه توګه د یو تاوتریخجن، ویجاړوونکي او بېهوده عمل له لوري په نښه شوی و چې موخه یې د زېږنتون د ناروغانو، روغتیایي کارکوونکو او زمونږ بشرپالونکو فعالیتونو ترور او وژل وو."

اعلامیه وايي چې په دشت برچې کې یې د څانګې او فعالیتونو تړل یوه سخته پرېکړه وه، خو دوی بله لار نه لرله: "د دشت برچي روغتون د زېږنتون په څانګه کې د ام اس اف د فعالیتونو پایته رسولو پرېکړه اړینه، خو له درده او په سیمه کې د یو میلیون څخه ډېرو وګړو لپاره له پایلو ډکه پرېکړه ده."

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه وايي‌ چې په دغه روغتون کې تېرکال (۲۰۱۹) شاوخوا ۱۶۰۰۰ زیږونونه (ماشومان زېږول) شوي دي او دې ته په کتو دا څانګه د سیمې اوسېدونکو او خلکو ته ډېره ارزښتناکه وه.

دغې ټولنې ویلي چې لوي امنیتي دیوالونه او خنډونه د دا ډول بریدونو مخه نشي نیولې او دوی پرېکړه وکړه چې فعالیتونه ختم کړي چې د اعلامیې له مخې د دوی موجودیت له کبله نورو انسانانو ته زیان ونه رسیږي.

د دغې ټولنې په اعلامیه کې همدغه راز ویل شوي دي چې دوی په برید کې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو له کورنیو سره د مرستو په کولو هم فکر کوي.

د کابل د دشت برچې په روغتون باندې برید په نړیواله کچه وغندل شو.