په ننګرهار کې د کوکنارو فصل نه د حاصل ټولول پیل شوي

Your browser doesn’t support HTML5

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

د ننګرهار ولایت په ډېر شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو فصل نه د حاصل ټولول پیل شوي، کروندګر وايي سږنی فصل یې بې خونده دی، ځکه د تېرو کلونو په شان حاصل نه کوی.

دوی وايي که حکومت ورسره د نورو حلالو فصلولو په کر او پالنه کې کومک وکړي، دوي به د کوکنارو له کر څخه په بشپړ توګه لاس واخلي.

ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي د تېر کال په پرتله سږکال ننګرهار کې د کوکنارو کر له نمايي ډېر راکم شوی دی.

که څه هم د ننګرهار په یو شمېر ولسوالیو کې د کوکنارو اړولو پسې په سیمه ییزه کچه یو څه کمپاین وشو، خو په ډېره کمه اندازه ځمکه کې تر دا دمه کوکنار اړول شوي دي.